Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Июнь
2022

Новости за 20.06.2022

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې "په زور د غیب کړلو شوو" بلوڅانو لپاره بیا مظاهره شوې

د کراچۍ پوليسو سي ټي ډي تر اوسه د دې ادعاوو او د لادرکه بلوڅانو په اړه څه نه دې ويلي. په تېرو وختونو کې پولیسو د خلکو تر غيبېدو وروسته د نامعلومو کسانو پر ضد مقدمې درج کړي خو د ډېرو یې څه نتيجه نه ده راوتلې.

Mashaalradio.com 

تحريک انصاف د ګرانۍ پر ضد احتجاجونه وکړل

د خزانې وزير مفتاح اسماعيل د جون پر ۱۷مه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د عمران خان حکومت د پيسو له نړيوال صندوق (ای اېم اېف) څخه د قرض اخیستو لپاره يوه داسې لوظنامه کړې چې اوسنی حکومت مجبور دی چې عملی یې کړي.

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې بهرنيو چارو وزيران د اوکراين د غلو دانو پر خوشې کولو خبرې کوي

ټاکل شوې، د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران د اوکراین د ملیونونو ټنو غله دانو د خوشې کېدو پر لارو چارو بحث وکړي. دغه غله جات د روسي ځواکونو له خوا د تور سمندرګي د بندرونو د تړلو له کبله راګیر پاتې دي. د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن په لوکزامبورګ کې پر دې موضوع خبرې کوي. د دغو غله جاتو، چې اندازه یې تر ۲۰ ملیونو ټنو زیاته ښوولې شوې، د بندېدو له کبله په ځانګړي ډول په افریقا او منځني ختیځ کې د عرضې د کمېدو په اړه اندېښنې ولاړې کړې وې.

Pa.azadiradio.com 

کابل: تېر ماښام د يوې چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي

د طالبانو امنیه قومانداني وايي، تېر ماښام په کابل کې یوې چاودنې دوه کسان وژلي دي. د دې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ بېګاه پر خپل ټویټر لیکلي، په یوه کرولا ډوله موټر کې چاودنه په خواجه بغرا سیمه کې شوې چې په موټر کې ناست دوه کسان وژل شوي. خو ځینو عیني شاهدانو محلي رسنیو ته ویلي چې په دې پېښه کې ۴ کسان وژل شوي دي. د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی. تېره شنبه د کابل په کارته پروان کې د سکانو پر ګوردواره ډله ییزه حمله کې د طالبانو په خبره ۲ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي وو، د هغې حملې مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی دی.

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو نړیواله ورځ؛ افغان کډوال د خپل ناڅرګند برخلیک اندېښمن کړي

نن د جون ۲۰ د کډوالو نړیواله ورځ ده. دا ورځ په افغانستان کې په داسې حال کې رارسېدلې چې ډېری اوسېدونکي یې د وروستیو سیاسي بدلونونو له امله بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي او ځینې نور چې په هېواد کې دي په دې هڅه کې دي چې له قانوني او ناقانونه لارو خپل کورونه، استوګنځایونه پرېږدي او نورو هېوادونو ته کډوال شي. عبدالکریم نوري ۵۰ کلن او د کابل ښار اوسېدونکی دی. دی پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته له ښوونځیو د دوو لورګانو د محروم پاتې کېدو له امله چې د لسم او اتم ټولګیو زده کوونکې دي، له افغانستانه وتلو ته اړ شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د کډوالۍ بهير لا پسې چټک شوی

نن د جون ۲۰مه د کډوالۍ نړيواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې، د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته افغانستان کې د کډوالۍ بهير لا پسې چټک شوی دی. د جون ۲۰مه د ملګرو ملتونو له خوا د کډوالو د درناوي لپاره په دې نوم یاده شوې. افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې میلیونونه اتباع یې جنګ جګړو او اقتصادي ستونزو کډوالۍ ته اړ کړي. د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې بهر ته د افغانانو د کډوالۍ بهیر لا پسې چټک شو. دمګړۍ زرګونو افغانان چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په البانیا، ابوظبي، قطر او پاکستان کې کمپونو ته کډه شوي وايي چې برخلیک یې معلوم نه دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار: د احمدشاه بابا نړيوال هوايي ډګر ۳۵ کارکوونکو ډله ييزه استعفا کړې

دغه کارکوونکي وايې له تېرو اتو میاشتو راهیسې معاشات نه‌دي ورکول شوي چې له امله يې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وو. د‌ طالبانو د ټرانسپورټ وزارت مسوولان د احمدشاه بابا هوايي ډګر د کارکوونکو استعفا تاییدوي خو وايي چې د مستعفي شویو شمېر ۱۵ تنه دی چې د صفايي او په یو شمېر نورو برخو کې يې کار کاوه. د احمدشاه بابا د هوايي ډګر لسګونه کارکوونکي داسې مهال استعفاوې کوي چې د طالبانو حکومت د لویو هوايي ډګرونو د چارو د مخته وړلو تړونونه د متحده عربي اماراتو له یوې کمپنۍ سره کړی.

Pa.azadiradio.com 

رينا اميري د اروپايي ټولنې له سفير سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د اروپايي ټولنې سفیر وون برنټ سره کتلي. سفیر وون برنټ د دې لیدنې په اړه چې په دوحه کې شوې په خپل ټوېټر لنډ بیان ورکړی. هغه ویلي له اغلې امیري سره یې په دې باندې ګډ تفاهم درلود چې په افغانستان کې کثرت ګرایي یا څو رنګۍ او د ټولو افغانانو د استازولۍ په برخه کې لا ډېر مشارکت ته اړتیا ده. لویدیځ له طالبانو غواړي چې په خپل حکومت کې ټولو افغانانو ته ځای ورکړي او د ښځو د حقونو د تامین تر څنګ ټول هغه ارزښتونه ومني چې په تېرو شلو کلونو کې ترلاسه شوي.

Pa.azadiradio.com 

ټیلیګراف: د افغان سېکانو وروستۍ ډله په نښه شوې

ټيليګراف: ټیلیګراف ورځپاڼې په کابل کې د شنبې د ورځې برید ته پام کړی او په یوه مقاله کې یې لیکلي، چې د افغان سېکانو وروستۍ ډله په نښه شوې ده. په دې پېښه کې د ګوردواره د یوه سېک ساتونکي په ګډون دوه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي. د شنبې په سهار (د جون په ۱۸ مه) څو تنه وسله وال د کابل په کارته پروان ولسوالۍ کې د سېکانو عبادتځای ته له یوه ځانمرګي بریدګر سره ننوتل او لاسي بم یې ور وغورځاوه. د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې خراسان څانګې چې د داعش په نامه يادېږي، د پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان د ملي امنيت سلاکار او طالب چارواکو ليدنه؛ تاشکند د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار عبدالعزیز کاملوف د طالبانو د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره کتلي. نوموړي په جولای میاشت کې د تاشکند په کوربه توب د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې غونډې د جوړېدو اعلان هم کړی دی. د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار عبدالعزیز کامیلوف وايي، د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د نوي باب په پیلیدو سره د افغانستان د اقتصادي سیسټم د بیارغونې او پیاوړتیا په برخه کې ګډو خبرو ته لاره هواره شوې. کاملوف چې پخوا د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر و، دمګړۍ د ملي امنیت د سلاکارۍ تر څنګ د بهرنۍ پالیسۍ لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی هم دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د برېتانيا حکومت: د تاوتريخوالي له لارې په افغانستان کې د سياسي بدلون ملاتړ نه کوو

د برېټانیا حکومت ویلي، د افغان اتباعو په شمول د هېچا ملاتړ نه کوي چې غواړي د تاوتريخوالي له لارې په افغانستان کې سياسي بدلون راولي. برېټانیا ویلي د افغان اتباعو په شمول د هېڅ هغه کس ملاتړ نه کوي چې غواړي د جنګونو له لارې سیاسي بدلون راولي او نه د برېټانیا په خاوره کې دننه د افغانستان لپاره د دغسو هڅو د پلان او ترتیب اجازه ورکوي. په دوحه کې مېشت د افغانستان لپاره د بریټانیا د شارژدافیر هوګو شارتر په حواله دا بیان پرون ناوخته د برېټانیا حکومت په خپله رسمي ویب پاڼه خپور کړی دی. د بیان په دوو لاندنیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې يو شمېر سيکانو او هندوانو د هندوستان د انلاين ويزو فورمونه ترلاسه کړي

د کابل په کارته پروان ګوردوارې باندې وړمه ورځ له ترهګریز برید وروسته د هند د کورنیو چارو وزارت څه باندې سلو افغان سیکانو او هندوانو ته بېړنۍ ویزې منظورې کړي. د هند حکومت هغه ځنډنۍ ویزې منظورې کړي چې افغان سیکانو او هندوانو له میاشتو میاشتو ورته انتظار ایست. د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې د پاتې سیکانو او هندوانو شمېر یوازې ۱۵۹ نفرو ته رسیږي. د هند له حکومت سره د افغان سیکانو او هندوانو د یوه رابط سازمان انډین ورلډ فورم مشر پنیټ سینګ چنډو په خپل ټوېټر لیکلي چې د هند حکومت په افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراين پوځ: روسيه هڅه کوي چې د سيويرودونېڅک او باخموت سيمې ونيسي

د اوکرایین پوځ وايي، روسي ځواکونو خپلې ډېرې هڅې د سېوېرودونېڅک او باخموت پر نیولو متمرکزې کړې دي. دې پوځې ادارې یکشنبه ویلي چې روسیه هڅه کوي د اوکراین په ختیځ کې بشپړ کنټرول ترلاسه کړي. له دې څرګندونو څو ساعته وروسته د روسیې د تاس خبري اژانس د روسیې د دفاع وزارت په حواله وویل چې روسي ځواکونو د سېوېرودونېڅک په جنوب ختیځ کې د یوه ښار کنټرول نیولی دی. د اوکراین دفاع وزارت وايي، روسیې په سیمه کې نسبي بریاوې ترلاسه کړې دي. خو د لوهانسک پوځي والي سيري هايدي د اوکراين په ټلوېزيون کې وويل د روسانو هغه ادعا چې سېوېرودونېڅک يې نيولی، ناسمه ده. Читать дальше...


Агата Муцениеце пешком отправилась в Европу

Сергей Безруков назвал место силы в Нижнем Новгороде

«Любовь»: Московский зоопарк показал отдыхающую на спине у мамы панду Катюшу

В Москве автозак с людьми перевернулся на дороге



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Ракова: штамм коронавируса FLiRT не распространяется в Москве

Стала известна средняя продолжительность жизни москвичей

Глава ВТБ Костин заявил на ПМЭФ, что с удовольствием будет платить больший налог

Более 100 «опасных троп» ликвидировали в Подмосковье с начала года

Музыкальные новости

ГЕРОИЧЕСКОЕ УЧАСТИЕ АРМЯН В СВО. ЧАСТЬ ЧЕТВЕРТАЯ

Путин назвал отношения с Африкой одним из приоритетных направлений для РФ

Генеральный директор КА «Главный Советник» принял участие в Бизнес-диалоге «Россия – Венесуэла»

CЛД «Печора» филиала «Северный» ООО «ЛокоТех-Сервис» получило сертификацию для технического обслуживания локомотивов серии 2ТЭ25КМ в объёме ТО-2.

Новости России

Сергей Безруков назвал место силы в Нижнем Новгороде

Министр спорта Дегтярев заявил, что Россия не планирует выходить из МОК

Вызовы со стороны экс-колонизаторов. Путину жаловались на поведение Запада

В Петербурге ребенок на самокате попал под колеса машины

Экология в России и мире

Как избежать больших проблем при одиночном путешествии: туристкам дали важные советы по безопасности

Студия Звукозаписи в Москве. Создание Песен, Музыки, Аранжировок.

Джомба, суттуг шай, кучу и другими видами чая в регионах России могут насладиться российские туристы

Какие украшения будут в моде летом 2024 – подборка стилиста «585*ЗОЛОТОЙ»

Спорт в России и мире

Российский теннисист Медведев снялся с турнира в Хертогенбосе

Мирра Андреева впервые вышла в четвертьфинал турнира Большого шлема

«Сейчас даже счёт не помню»: Андреева сенсационно победила Соболенко и вышла в полуфинал «Ролан Гаррос»

Джокович снялся с Открытого чемпионата Франции по теннису

Moscow.media

В Орловской области 13-летний мотоциклист сбил женщину

Мобилизованного свердловчанина приговорили к 23 годам "строгача" за подрыв гранаты в казарме

Тин-Мерзуга

BIA Technologies стала лидером рынка цифровых решений в сфере логистики







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *