شمالي وزيرستان: دوه پوليس او د پوليو ضد واکسين کمپاين يو غړی وژل شوي
په شمالي وزیرستان کې د پولیو پرضد د واکسین د کمپاین پرمهال د وسله والو په برید کې دوه پولیس او د واکسین د کمپاین یو غړی وژل شوي دي. په سیمه کې د پولیسو یوه چارواکي عزیزالله ویلي دي چې په دې برید کې یو لاروی هم ټپي شوی دی. د نوموړي په وینا برید کوونکي چې پر موترسایکل سپاره وو، له سیمې په تېښته بریالي شوي دي. افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې تر اوسه هم د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ- پولیو پېښې پکې شته. له اپرېل میاشتې راهیسې، په پاکستان کې د پولیو یوولس پېښې موندل شوي چې واړه په شمالي وزیرستان کې وې. Читать дальше...