په اندونیزیا کې د زورورې زلزلې له امله د مړو شمېر تر ۱۶۰ تنو واوښت
په اندونیزیا کې د یوې زورورې زلزلې له امله د مړو شمېر تر ۱۶۰ تنو واوښت. د دغه هېواد په لوېدیځ جاوا ولایت کې پرون دوشنبه د ریکتر په کچه د ۵.۶ درجې زلزلې په پایله کې سلګونه کسان ټپیان شوي هم دي. تر ټولو زیات زیان په سیانجور ښارګوټي کې خلکو ته اوښتی دی. د اسوشیېټډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د لوېدیځ جاوا والي رضوان کامل ویلي چې ډېری وژل شوي د ښوونځي زده کوونکي دي. روغتونونه د ټپیانو څخه ډک دي او اندېښنه شته چې د مړو شمیر به لوړ شي ځکه چې ډېری زیربناوې ویجاړ شوي.