د فوټبال نړيوال جام؛ نن مراکش او کرويشيا لوبه کوي
په قطر کې د فوټبال نړیوال جام د سیالیو په لړ کې، نن چهارشنبه د کابل پر وخت د ماسپښین دوه نیمې بجې مراکش او کرویشیا مسابقه کوي. دویمه لوبه د مازیګر پنځه نیمې بجې د جرمني او جاپان ترمنځ کېږي او په درېیمه لوبه کې به دشپې اته نیمې بجې هسپانیا او کوستاریکا د مسابقې ډګر ته ووځي. څلورمه مسابقه د کابل پر وخت دشپې یوولس نیمې بجې د بلجیم او کاناډا ترمنځ کېږي. په پرونیو مسابقو کې سعودي عربستان وتوانېد په غیرمنتظره ډول ارجنټاین ته دوه د یو په وړاندې ماتې ورکړي. ډنمارک او ټونس صفر د صفر په وړاندې مساوي شول. Читать дальше...