د اروپايي پارلمان پر وېبپاڼې سايبري بريد شوی
د اروپایي پارلمان پر وېبپاڼې پرون سایبر برید وشو چې، مسوولیت يې روسیي پلوه هکرانو اخیستی دی. د اروپایي پارلمان استازیو وروسته یو پرېکړه لیک خپور کړ چې په هغې کې یې ماسکو د ترهګرۍ ملاتړی دولت وباله. د اروپایي پارلمان مشرې روبرتا میتسولا په ټوېټر کې ولیکل چې د اروپا د پارلمان پر وېبپاڼې یو پېچلی برید شوی دی. لوېدیځ پخوا هم روسیه تورنه کړې وه چې سایبري بریدونه کوي. اروپایي پارلمان په وروستیو میاشتو کې ویلي و چې، دوی په دې هڅه کې دي چې د خپلو کمپیوټرونو دفاعي سیستم پیاوړی کړي.