مولوي عبدالجبار: چې ملا هبت الله امر وکړي، پوهنتونونه به ژر نجونې محصلانې وغواړي
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سلاکار مولوي عبدالجبار وايي، چې پوهنتونونه د نجونو منلو ته چمتو دي خو د دوی د لوی مشر امر ته سترګې په لاره دي ځکه د نوموړي په وینا په دې اړه وروستۍ پرېکړه د ملاهبت الله اخوندزاده په لاس کې ده. ښاغلي جبار چې له اسوشیتيدپریس خبري اژانس سره خبرې کولې، نه دي ویلي چې دا پرېکړه به څه وخت وشي. نوموړي ویلي، چې د طالبانو لوی مشر امر وکړ چې پوهنتونونه دې بند شي، بند شول او چې کله یې د خلاصولو امر وکړ نو په هغه ورځ به خلاص شي. په تېرو دوو کلونو کې طالبانو لومړی... Читать дальше...