امریکا له ۲۰۲۱ راهیسې نږدې ۳۴ زره افغانانو ته ځانګړې ویزې ورکړي
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وایي، د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې ولسمشرجوبایډن دنده پیل کړې، نژدې ۳۴ زره هغو افغانانو ته ځانګړې ویزې صادرې شوې، چې په هغه هېواد کې له امریکایي مختلفو ادارو سره په کارکولو سره خپل ژوند په خطرکې اچولی و. دغه سفارت، چې له قطرڅخه فعالیت مخ ته وړي، په خپله اېکس پاڼه کې چې مخکې ټویټرنومیده په یوه بیان کې ویلي، چې د نړۍ په مختلفو برخو کې د امریکا ډیپلوماتیکو استازولیو د دغو افغانانو د ویزو غوښتنلیکونو ته رسیدګي کړې ده. سفارت ویلي، چې متحده ایالات به دې کارته دوام ورکړي. ... Читать дальше...