Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2024

Новости за 31.05.2024

Mashaalradio.com 

په امریکا کې د سپيانو لپاره خصوصي هوایي شرکت جوړ شوی

په امریکا کې د "بارک اېر" په نوم د سپيانوو لپاره خصوصي هوایي شرکت جوړ شوی چې سپيان له خپلو مالکانو سره يو ځای د هغه شرکت په الکوتکو کې سفر کولای شي. د دغه هوایي شرکت جوړوونکي وایي چې زياتره خلک له خپلو سپيانو سره سفر نه شي کولی نو ځکه یې د هغوی لپاره خصوصي پروازونه پیل کړي دي. د رويټرز اژانس له ويډيو جوړ راپور

Mashaalradio.com 

د امريکا يو عدالت ډانلډ ټرمپ د هغه خلاف ټولو قضيو کې پړ بللی

د امريکا د نیویارک ښار يوې عدالتي جرګګۍ د مې پر ۳۰مه د هغه هېواد پخوانی ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ۲۰۱۶ز کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په غیر قانوني ډول له نفوذ کولو نيولې بيا د جعلي سوداګرۍ تر څنګ د هغه خلاف په ټولو ۳۴ جنايي تورونو کې پړ بللی دی. ټرمپ د امریکا په شاوخوا ۲۵۰ کلن تاریخ کې لومړی مخکينی يا برحاله ولسمشر دی چې په "جنايي‌ قضیو کې پړ پېژندل"‌ کېږي. نوموړي پر هغه لګول شوي تورونه په کلکه رد کړي دي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيوګانو جوړ راپور.

Mashaalradio.com 

د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د کتابونو نندارتون

د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ د کتابونو د یو نندارتون په جوړېدو د کتاب اونۍ ولمانځل شوه چې پکې يوشمېر خلکو ګډون وکړ. زرمت ولسوالي په وروستیو دوه لسیزو کې له سختو ناامنیو سره مخامخ وه او تر ډېره يې خلکو د ژوند د نورو برخو ترڅنګ زده کړو او کتاب لوستنې ته هم پوره لاسرسۍ نه لاره.

Mashaalradio.com 

ژوب جرګې په دانه سر کې د جګړې بندولو او د بې کوره شویو خلکو د ستنولو غوښتنه کړې

د جرګې ګډونوالو وویل چې په کستووي او سمبازه کې دې پوځي عملیات ودرول شي او له دانه سر څخه دې د سرحدي عسکرو چیک پوسټونه ليرې کړل شي او عادي خلکو او سوداګرو ته دې په ازاده توګه د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

Mashaalradio.com 

افغان مېرمنې د کاروبارونو له لارې د اقتصادي ستونزو سره مبارزه کوي

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې تر راتلو وروسته په زیاتره ادارو کې ښځې له کاره منع شوي دي چې له وجې یې د کورنیو اقتصادي ستونزې زیاتې شوې دي، خو یو شمېر داسې مېرمنې هم شته چې اوس یې کاروبارونه پیل کړي دي او نورو ښځو ته یې د کار موقعې ترڅنګ د خپلو کورنیو مالي مرستې کوي. په دې ښځو کې یوه فروزان کوهستانۍ هم ده. هغې د کیکونو بېکري یې جوړه کړې او له ځان سره یې نورې ښځې هم په کار بوختې کړي دي. انیسه اجمل په دې اړه د رویټرز اژانس له ویډیو دا راپور جوړ کړی دی.

Mashaalradio.com 

د پنجاب په جنګ ښآر کې ۱۶ کاله پس مېلې پیلې شوې

د پاکستان د پنجاب په جنګ ضلع کې څه باندې ۱۶ کاله وروسته يو ځل بيا جشنونه او مېلې کېږي. هلته د مذهبي تاوتريخوالي او پر زيارتونو او جشنونو له بريدونه وروسته پر کلتوري غونډو او مېلو بنديزونه لګېدلي ول. د فرانس پرېس اژانس له ويډيو جوړ راپور .

Mashaalradio.com 

د تمباکو د نشه يي توکو پرېښودو لارې چارې څه دي؟

نن په روغتیا او درملنه خپرونه کې د تمباکو د استعمال پر ناوړه اثراتو بحث لرو. د روغتیا نړیوال سازمان د مې ۳۱مه د تمباکو استعمال پر ضد هڅو او پوهاوي ته ځانګړې کوي. په پاکستان او افغانستان کې تمباکو په بېلابېلو اشکالو کارېږي چې د روغتیاپالانو په وینا، د سرطان تر څنګ د ګڼو نورو رنځونو سبب کېږي. په خپرونه کې د تمباکو د بېلابېلو نشو پر پرېښودو هم غږېدلي یو. بشپړه خپرونه واورئ.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *