Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2024

Новости за 13.12.2024

Pa.azadiradio.com 

ایران: د نسرین ستوده مېړه ونیول شو

د ایران امنیتي ځواکونو د بشري حقونو د مخکښې فعالې نسرین ستوده مېړه نیولی دی. د دوی لور مهراوه خندان پرون پر خپله انسټاګرام پاڼه ولیکل چې پلار یې رضا خندان سهار مهال په تهران کې له خپل شخصي کور څخه د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی. په عین حال کې مېرمن ستوده د آزادۍ راډیو فردا څانګې ته ویلي دي چې مېړه یې د ۱۳۹۷ کال د یوې قضیې په تړاو نیول شوی دی خو نوموړې زیاتوي چې ښاغلی خندان په هغه قضیه کې بښل شوی و. مېرمن ستوده د چارواکو دا اقدام غیرقانوني بللی دی.

Pa.azadiradio.com 

روسي ځواکونه د اوکراین پوکروفسک ښار ته نږدې شوي

راپورونه وايي چې روسي ځواکونه د اوکراین ختیځ ستراتیژیک ښار پوکروفسک Pokrovsk ته نژدې شوي دي.  ډیپ سټېټ آنلان ویبپاڼه چې د ځواکونو د موقعیت نقشې ښيي، راپور ورکوي چې روسي ځواکونه د پنجشنبې په ورځ د پوکروفسک له جنوبي څنډې څخه یوازې درې کیلومتره لیرې وو.  په عین حال کې د اوکراین د پوځ جګپوړي چارواکي جنرال اولیکساندر سیرسکي پرون پر خپله فیسبوکپاڼه ولیکل چې د روسي یرغلګرو پرضد د جګړې په ډګر کې د اوکراین د دفاعي ځواک د پیاوړي کولو لپاره باید نامتعارفې پرېکړې وشي. له بلې خوا د اوکراین ولسمشر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هسپانیا: د کنفرانس ګډونوالو پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لیرې کېدو غوښتنه وکړه

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې د افغانستان لپاره د هغوی د تېرو درې نیمو کلونو هڅې موثرې نه وې او وضعیت لا پسې خراب شوی دی.  هغې دا خبره د افغان ښځو په اړه په هسپانیا کې یوه کنفرانس ته وکړې. اغلې امیري د غونډې ګډونوالو ته سپارښتنه کړې چې باید د یو بل ملاتړ وکړي. د افغان ښځو په اړه په هسپانیا کې د کنفرانس اکثرو ویناوالو پر ښځو د طالبانو د محدودوونکو فرمانونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه. دغه کنفرانس چې «موږ واورئ» په نوم جوړ شوی ګڼو افغان فعالانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان لوبډلې زمبابوې ماتې ورکړه

د افغانستان او زمبابوې دوهمه شل اوریزه لوبه د جمعې په ورځ په هرارې کې ترسره شوه. افغانستان پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه. افغانستان په ۲۰ اورونو کې شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۵۴ منډې یې هدف وټاکه. دروېش رسولي په نننۍ لوبه کې ۵۸ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم شو. زمبابوې په ځواب کې یوازې ۱۰۳ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل. په باولنګ کې راشد خان او نوین الحق دواړو درې- درې، مجیب الرحمن دوې او عظمت الله عمرزي او فرید احمد دواړو یوه- یوه وېکټه واخیسته. افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي هیوادونه: طالبان دې له بشري حقونو سیستماتیکې سرغړونې ودروي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۱ غړو هیوادونو په ګډون ١٤ هېوادونو په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو وروستۍ کړنې وغندلې. امریکا، بریتانیا، فرانسې، اکوادور، جاپان، مالتا، ډنمارک، یونان، پاناما، سریلانکا، ګیانا، سویس، سلوانیا او سویلي کوریا د پنجشنبې په ورځ ناوخته د افغانستان په اړه د امنیت شورا د غونډې په څنډه کې په یوې ګډه اعلامیه کې یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره د بشري حقونو سیستماتیکې سرغړونې پای ته ورسوي. دوی ټینګار وکړ چې دا کړنې دې د جنسیتي ځورونې په توګه تعبیر شي او باید ودرول شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جي ۷ ډله په سوریه کې د روان وضعیت په اړه خبرې کوي

د نړۍ د اوو پرمختللو هیوادونو یا جی اوه ډلې مشران نن جمعه د (ډیسمبر۱۳مه)  په یوه مجازي غونډه کې په سوریه کې د روان وضعیت په اړه خبرې کوي. په سوریه کې د بشاراسد د رژیم له ړنګیدو وروسته موقت حکومت ژمنه کړې چې د قانون واکمني به ټینګوي. دغو مشرانو ویلي، په سوریه کې د یوه ټولګډونه، غیرفرقه یې حکومت د رامنځ ته کیدو پرلور د انتقالي بهیر ملاتړکوي. دوی د ښځو او لږکیو د حقونو په ګډون د بشري حقونو د ملاتړ د غوښتنې ترڅنګ په دې ټینګارکړی چې د اسد له رژیم سره دې د ترسره کړو جنایتونو په خاطر حساب کتاب وشي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلینکن: ترکیه او امریکا په ګډه په سوریه کې د داعش د بیا پیاوړي کیدو مخه نیسي

د امریکا اوترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو انتوني بلینیکن او هاکان فیدان په سوریه کې د بشار اسد د رژیم له ړنګیدو وروسته په دې هیواد کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د بیا پیاوړي کیدو د ګواښ د مخنیوي په وړاندې د هڅو د دوام پر اړتیا خبرې وکړې.  د رویترز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، بلینکین په انقره کې له کتنې وروسته له ښاغلي فیدان سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل  د بلینکن په خبره، موږ به په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړو. د راپور له مخې دواړو وزیرانو همدارنګه په سوریه کې د ثبات د رامنځ ته کولو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پاکستان مشر قاضي د سیند په زندانونو کې د اصلاحاتو لپاره کمېټي جوړه کړې

جسټس يحيا اپرېدي دا اقدام تر هغې وروسته کړی دی چې د سیند د زندانونو د پولیسو مشر حسن سېتو سپریم کورټ ته په وړاندې کړي رپورټ کې وویل چې د هغې صوبې په بندیخانو کې د قیدیانو شمېر تر بېساري کچ لوړ شوی دی.

Mashaalradio.com 

د نجونو پر زدکړو بندیز ملګري ملتونه د افغانستان د روغتیايي نظام د راتلونکي په اړه اندېښمن کړي

د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو ویلي دي چې په طبي انسټېټیوټونو کې د نجونو پر زدکړو د طالبانو د حکومت تازه بندیز د افغانستان د روغتیايي نظام لپاره زښتې ناوړه پایلې لرلای شي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د بشري او بیړنیو چارو مرستیال ټام فلېچر د ډېسېمبر پر ۱۲مه، د افغانستان پر وضعیت د امنیت شورا غونډې ته وویل چې د طالبانو د دې اقدام له وجې د مور و ماشوم د مړینې کچ لا زیاتېدای شي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د روانې ډېسېمبر میاشتې په پیل کې په طبي انسټېټیوټونو کې د نجونو پر زدکړو بندیز ولګاوه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: د طالبانو حکومت، تحریک طالبان پاکستان او د القاعده ډلو غړو ته په افغانستان کې ځای ورکړی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه نوي راپورموندني ښیي چې طالبان په افغانستان کې د القاعدې او تحریک طالبان پاکستان (TTP) د غړو کوربه توب کوي. په دغه نوي راپورکې چې دې وزارت پرون پنجشنبې خپورکړې همدارنګه ویل شوي چې طالبانو د تحریک طالبان پاکستان ډلې غړیو ته چې د افغانستان په خاوره کې فعال دي، اجازه ورکړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ وکړي او بریدونه ترسره کړي. په دې راپورکې دغه راز ویل شوي چې د طالبانو په منځ کې په دې اړه چې له تحریک طالبان پاکستان سره څه ډول چلند وشي اختلاف دی. په راپورکې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوچا: د بودیجې د کموالي له کبله اړ شو چې په سلګونو طبي مرکزونه وتړو

په بشري او د بیړینو مرستو د همغږۍ په چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر Tom Fletcher وایي، افغانان له ډېرو ننګونو سره مخ دي، خو موږ باید د نړیوال پیوستون او ریښتنې انسانیت له مخې د دوی ملاتړ ته دوام ورکړو. نوموړي دغه څرګندونې پرون پنجشنبې د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امینت شورا غونډې ته په وینا کې وکړې. هغه وویل، افغانستان نن ورځ په نړۍ کې له دوهم لوی بشري بحران سره مخامخ دی او د دې هیواد نیمایي وګړي زموږ مرستو ته اړتیا لري. ښاغلي فلیچر زیاته کړه چې په ۲۰۲۴ کال کې، ملګرو ملتونو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د هند په ناګالينډ کې دوديز جشن د پيړيو کلتور ژوندی ساتي

د هند د ناګالينډ ايالت په کوهيما ښار کې هر کال ۱۰ ورځنی دوديز جشن لمانځل کېږي. پر دې مهال ځايي قبيلې په خپلو ځانګړو جامو، سندرو او نڅاوو سره هغه دودونه ژوندي ساتي چې له پيړيو راهيسې په ميراث کې ورپاتې دي. د دې جشن د نندارې لپاره ګڼ سيلانيان هم ورځي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيو راپور جوړ راپور

Mashaalradio.com 

د سوریې په جګړه کې د بهرنیو جنګیالیو ګډون د نړیوالو اندېښنې پارولي

د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې راپور ورکړی چې په سوریه کې د وسلوالو ډلو په لیکو کې د منځنۍ اسیا په ګډون د یو شمېر هېوادونو سلګونه بهرني جنګیالي شتون لري. دغه ډلې د ولسمشر بشارالاسد حکومت نسکور کړ اود عبوري حکومت د جوړولو لپاره هلې ځلې کوي.

Pa.azadiradio.com 

میانمار د دوهم کال لپاره د کوکنارو په کښت کې له افغانستان څخه مخکې شو

ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې په روان میلادي کال کې په میانمار کې تر څلوېښت زره هیکټاره ډېر کښت له امله دا هېواد په نړۍ کې د دوهم کال لپاره د کوکنارو په کښت کې له افغانستان څخه مخکې شو چې په دې ډول په نړۍ کې د کوکنارو د کښت په قطار کې لومړی هېواد وبلل شو.

Mashaalradio.com 

د فلسطین په رام الله کې د مارغانو مېله جوړه شوې

د فلسطین د غربي څنډې په رام الله کې د هرې جمعې پر ورځ د مارغانو د پلورلو او پېرودو مېله جوړېږي. خلک له شاوخوا کلیو او سیمو ځانونه هلته رسوي او وايي چې په محدودیتونو کې یې دا ډول مېلې د ساعت تېرۍ یوه وسیله ده. نجیب عامر د رویټرز اژانس له ویډیو رپورټ جوړ کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

فلسطیني چارواکي: د اسراییل په هوايي برید کې ۷ ماشومان وژل شوي

د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي په غزې تړانګه کې د اسراییل په تازه هوايي حملو کې د ۷ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي دي.   د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د چهارشنبې په ورځ په لوی اکثریت هغه پرېکړه لیک تصویب کړ، چې په غزه کې د فوري اوربند غوښتنه په کې شوې ده.   د رویټرز اژانس د خبر له مخې، له وړمې شپې تر پرون پنجشنبې پورې یوه حمله پرون په النصیرات کې د کډوالو په کمپ کې پر یوه کور شوې ده.   دا خبره دیرالبلح ښار ته نږدې چې دا مرګ ژوبله په کې پېښه شوې د الاقصی د شهیدانو په نوم روغتون کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او زیمبابوې دوهمه ۲۰ اوره سیالي نن ده

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن جمعه د زیمبابوې په وړاندې خپله دویمه شل اووره مسابقه کوي.   افغانستان د چهارشنبې په ورځ په هرارې کې خپله لومړۍ مسابقه کوربه هېواد زیمبابوې ته بایللې وه.   دواړو هېوادونو ترمنځ به درېیمه شل اووره مسابقه سبا شنبه وشي.   بیا به دواړه هېوادونه درې پنځوس اووره مسابقې هم وکړي، چې لومړۍ به یې د سې شنبې په ورځ وشي او دواړه هېوادونه بیا  یوه ټیسټ لوبه هم کوي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په شمالي او لوېدیځو سیمو کې د تیزو بادونو وړاندوینه شوې

د طالبانو د هواپېژندنې ریاست نن جمعه د افغانستان په شمالي او لوېدیځو ولایتونو کې د چټکو بادونو د لګېدو اټکل کړی دی.   د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه خبرداري کې ویلي، چې په بېلابېلو سیمو کې به د بادونو سرعت په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.   په چنګاښ/ سرطان میاشت کې د ننګرهار په ګډون د افغانستان څو ولایتونه د سختو بادونو، بارانونو او سېلابونو شاهد وو چې د طالبانو د حکومت د شمېرو له مخې ۵۲ تنه یې مړه کړي وو.   افغانستان د اقلیمي بدلونونو له کبله د لسو زیانګالو هېوادونو له ډلې دی.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *