Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2025

Новости за 02.02.2025

Pa.azadiradio.com 

هره میاشت ۵۵ افغان ملکیان د ماینونو د چاودنو قرباني کېږي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي هره میاشت ۵۵ افغان ملکیانو ته د ماینونو په چاودنو کې مرګژوبله اوړي. اوچا دا خبره په خپله ایکس پاڼه لیکلې او ټينګار یې کړی چې سږ کال د ماین پاکۍ او د عامه پوهاوي لپاره نږدې ۲۲میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.

Pa.azadiradio.com 

احمد الشرع او محمد بن سلمان د اړیکو په پراختیا او هر اړخیزو همکاریو خبرې کړي

د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع ویلي د سعودي عربستان له ولیعهد محمدبن سلمان سره یې د اړیکو د لا ښه والي او بشري او اقتصادي برخو کې پر هر اړخیزو همکاریو مفصلې خبرې کړي. سعودي عربستان د سوریې د کورنۍ جګړې پرمهال د بشار الاسد پرضد د یاغي ډلو مالي ملاتړ کاوه.

Mashaalradio.com 

د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبغاړو اسټرالیا کې سیالي کړې

د اسټرالیا په مېلبرن کې د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبغاړو د بې پوله کرکټ ادارې له لوبډلې سره سیالي کړې ده. د جنورۍ پر ۳۰مه د بې پوله کرکټ لوبډلې افغان لوبغاړو ته د ۱۰۷ منډو هدف ورکړ چې هغوی پوره نه کړای شو او سیالي یې وبایلله. خو افغان لوبغاړې وايي چې په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې دا لومړی ځل وو چې هغوی یو ځای شوې او لوبه یې وکړه. په اسټرالیا کې اوسمهال د افغانستان د کرکټ د ښځینه لوبډلې له ۲۵ څخه ۲۲ لوبغاړې مېشتې دي چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته هلته کډه شوې. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

د سوریې موقت مشر په لومړني بهرني سفر سعودي ته لاړ

د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع، نن (یکشنبې) په په خپل لومړي بهرني سفر کې سعودي عربستان ته ورسید. د خبري آژانسونو د راپور له مخې، دا ګام د سوریې به پخواني متحد ایران څخه د سوریې د لېري کېدو یوه بله نښه انګېرل شوې ده. الشرع، چې پخوا له القاعده سره اړیکې درلودې، د خپل حکومت د بهرنیو چارو له وزیر اسعد الشیباني سره یو ځای د سعودي عربستان په یوه الوتکه کې ریاض ته لاړ. دا سفر په داسې حال کې ترسره شو چې په هوایي ډګر کې د سوریې د درې‌رنګه نوی بیرغ د سعودي د بیرغ تر څنګ درول شوی و. ټاکل شوې چې نوموړی د سعودي له ولیعهد، محمد بن سلمان، سره وویني. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

محقق وايي، د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا له یوه امریکايي پلاوي سره په سولې او پراخ ینسټ حکومت خبرې کړي

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا په انفره کې د امریکا د نړیوالې سولې د بنسټ له استازو سره د د دې شورا د یو شمیړ غړو د لیدلو خبر ورکړی دی.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ د ناټو له غړو غواړي چې خپله دفاعي بودجه ۵٪ زیاته کړي

د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویلي چې ډونالډ ټرمپ له خپلو متحدانو غواړي چې د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) غړي هېوادونه دې د خپلې دفاع لپاره د ناخالص کورني تولید (GDP) دوه سلنه ونډه پنځه سلنې ته لوړه کړي. مایک والټز پرون (شنبې) له نیویارک پوسټ سره په خبرو کې وویل چې ډونالډ ټرمپ «بشپړ حق لري» چې د ناټو له غړو وغواړي چې د خپلې دفاعي بودجې برخه زیاته کړي. هغه زیاته کړه: «اوس وخت رارسېدلی چې اروپا پنځو سلنې ته د خپلو دفاعي لګښتونو په زیاتولو له امریکا سره د اتحاد ژمنتیا وښيي. ښاغلي والټز زیاته کړه،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ مینه وال غواړي چې د خپلې لوبډلې د تشویق لپاره پاکستان ته لاړ شي، خو ویزه نه ورکول کېږي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یو شمېر مینه وال د اتلانو جام سیالیو د نندارې او د خپلې لوبډلې د هڅولو په هدف غواړي پاکستان ته ولاړ شي خو دغه هیواد ورته ویزې نه ورکوي.

Mashaalradio.com 

عاصم منیر وايي "که اړتیا وه د دوستۍ په جامه کې پټ دښمنان" به وځپي

د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې منير دا خبرې په کوټه کې د هغو ۱۸ سرتېرو تر جنازې وروسته وکړي چې د جنورۍ ۳۱مې او فبرورۍ لومړۍ ترمینځ شپې مهال د بلوچستان په قلات کې وژل شوي ول.

Mashaalradio.com 

ملګري ملتونه: پاکستان دې له خطر سره مخامخ افغانان نه باسي

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادرې (يو اېن اېچ سي ار) ویاند قیصر خان اپرېدي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان حکومت له هغې پرېکړې خبر دی چې له مخې یې په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې افغانان نیول کېږي، د هېواد نورو برخو ته لېږدول کېږي او بیا به یې افغانستان ته ستنوي.

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د هندوستان د نجونو تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې د نړیوال جام اتلولي وګټله

د هندوستان د کرکټ ښځینه نولس کلنې لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا د کم عمره نجونو د شل اوریز نړیوال جام په پایلوبه کې د سویلي افریقا لوبډلې ته د ۹ وېکټو په تفاوت ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله. پایلوبه نن یکشنبه د فبرورۍ میاشتې په ۲یمه نېټه د مالیزیا په پلازمینې کولالمپور ښار کې ترسره شوه چې سویلي افریقا لومړۍ پاڼۍ ترسره کړې وه او ټول لوبغاړي یې په ۸۲ منډو سوځېدلي وو. هندوستان ورکړل شوی هدف د یوې وېکټې په تاوان سره په ۱۲م اور کې پوره کړ او په دې سره یې د جونو د نولس کلنو لوبډلو اتلولي وګټله. په دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان ۱۴۱ افغان کډوال له زندانه خوشي او افغانستان ته واستول

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن (یکشنبې) اعلان وکړ چې ۱۴۱ افغان کډوال، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، تازه له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت په وینا، یاد کډوال د اسلام‌آباد په یوه محبس کې له دوو تر پنځو ورځو پورې بنديان وو. تر دې وړاندې پرون پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د چارواکو په قول ویلي و چې لسګونه افغان بندیان یې له خپلو زندانونو له خوشي کولو وروسته افغانستان ته لېږلي دي. د طالبانو د کډوالو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د ننګرهار د تورخم سرحدي مدیریت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډاکتران میندو ته سپارښتنه کوي چې د ماشومانو په زېږولو کې واټن رعایت کړي

په داسې حال کې چې بې وزلي په افغانستان کې ورځ تر بلې زیاتیږي او نړیوال سازمانونه او خیره بنسټونه وايي، د مرستو د کمېدو له امله ټولو اړمنو ته مرسته نه شي رسولی، کورنۍ د ماشوم په زېږولو کې څومره وقفه وکړي؟

Pa.azadiradio.com 

د روم د محکمې په امر البانیا ته لېږل شوي کډوال بېرته ایټالیا ته ستنول کېږي

لسګونه «غیرقانوني» کډوال، چې د ایټالیا د حکومت په امر البانیا ته انتقال شوي وو، د روم د یوې محکمې د نوي حکم له مخې بېرته ایټالیا ته ستنېږي. د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، د محکمې له لوري د کډوالو د نیولو او له ایټالیا څخه البانیا ته د هغوی له لېږلو سره له مخالفت وروسته، یوه کښتۍ چې ۴۳ کډوال یې لېږدول، د شنبې په ورځ، (د سلواغې/ دلوې ۱۳مه) له البانیا څخه د ایټالیا باري بندر ته روانه شوې ده. رسنیو د محکمې دا نوی حکم، چې د کډوالو د ساتلو لپاره د ایټالیا د حکومت پلان یې غیرقانوني بللی، د ایټالیا... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د خوست په شملخېلو کې د کرکټ سیالۍ پای ته رسېدلي

د جنورۍ پر ۳۱مه د خوست د باک ولسوالۍ د شملخېلو په الماس لوبغالي کې د کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې. پر هغه ورځ پایلوبه د فیضان او یعقوبیو لوبډلو ترمینځ وشوه چې فیضان وګټله. په اتلولۍ کې د خوست د بېلابېلو سیمو ۵۰ لوبډلو برخه اخیستې وه او د پایلوبې لیدو ته یې ګڼ خلک ورغلي ول. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل صدراعظم د غزې او ایران په اړه د خبرو لپاره د امریکا له ولسمشر سره ویني

د اسراییل د صدراعظم دفتر وایي چې بینامین نتانیاهو به د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته په سفر کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په کتنه د غزې تړانګې، د یرغملو او همدارنګه له ایران سره د تړلو ټولو نیابتي ډلو په اړه خبرې وکړې. د نوموړي دفتر متحدو ایالتونو ته د اسراییل د مشر دغه سفر تاریخي بللی او ویلي یې دي چې هغه د یوه بهرني هیواد لومړنی مشر دی چې ټرمپ له بیا ولسمشر کېدو وروسته ورسره ګوري.  ټاکل شوې دواړه مشران به د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې سره وګوري.  په دې کتنه کې به د فرانسپرس خبري آژانس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ټرمپ په امر په سومالیا د داعش پر یوه مهم غړي برید وشو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، پوځ ته یې امر کړی و چې په سومالیا کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر یوه مهم غړي برید وکړي. دا د جنورۍ له شلمې راهیسې چې ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه کړې، لومړی ځل دی چې نوموړی د دغسې یوه برید امر ورکوي. ټرمپ په یوه بیان کې وویل چې دوی دا ګسان، چې ده قاتلان بللی چې متحده ایالاتو او د هغې متحدانو ته ګواښ وو او په سمڅو کې پټ شوي و، وموندل. هغه زیاته کړه چې په دغو بریدونو کې دغه سمڅې چې دوی پکې پټ و، ویجاړې شوې او ګڼ ترهګر پرته له دې چې ملکیانو ته زیان ورسیږي، ووژل شول. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په لاهور کې پولیسو د یوټیوبر له کوره د زمري بچی ضبط کړی

د پاکستان په لاهور کې له یو یوټيوبر رجب بټ څخه پولیسو د زمري یو بچې په ناقانونه توګه د ساتلو په سر ضبط کړی. د زمري هغه بچې د ښې پاملرنې لپاره د لاهور یو ژوبڼ ته وروړل شوی چې هلته یې اوس ښه خیال ساتل کېږي. بټ ته د زمري بچې یو ملګري د واده په موقع ډالۍ کړې وو. تفصیل د اې اېف پي خبري اژانس په ویډيويي راپور کې وګورئ چې ملیحه امیرزاده یې وړاندې کوي.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو له امریکا د ۹ میلیاردو کنګل شویو شتمنیو خلاصون غوښتی

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د امریکا له خوا د افغانستان د ۹ میلیاردو کنګل شویو شتمنیو پر خلاصون ټینګار کړی دی. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي د شنبې په ورځ راغلي چې د امریکا له لوري په مالي او اقتصادي تحریمونو سربېره د شتمنیو کنګلتیا د افغانستان ملي اقتصاد اغېزمن کړی.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *