بې پولې داکټران؛ د یونان په کمپونو کې د افغان کډوالو ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي
د بې پولې ډاکترانو بنسټ ام اس اف وايي یو شمېر افغان او سوریايي پناه غوښتونکې افغانان د یونان په کمپونو کې په خوارځواکۍ اخته شوي دي. دغه بنسټ ویلي، په وروستیو څېړنو کې یې د یونان د ساموس ټاپو د کډوالو په کمپ کې د افغان او سوریايي ماشومانو په منځ کې د خوارځواکۍ شپږ پېښې ثبت کړي دي. د بې پولي ډاکترانو بنسټ په یوه اعلامیه کې چې تازه یې خپره کړې ویلي دا ماشومان له شپږو میاشتو تر شپږو کلونو عمر لري او په متوسطې او حادې خوارځواکۍ اخته دي. په اعلامیه کې راغلي د ۲۰۲۱ کال راهیسي چې دوی په دې برخه کې کار شروع... Читать дальше...