د نن ورځې د خبرونو هایلایټ له فریدې سیال سره
د نن ورځې د خبرونو هایلایټ له فریدې سیال سره
د نن ورځې د خبرونو هایلایټ له فریدې سیال سره
د امريکا په ټينيسي ايالت کې تښتېدلې زېبرا د هيلي کاپټر له لارې خپل مالک ته سپارل شوې ده. د رويټرز اژانس لنډه ويډيو
په داسې حال کې چې په بیلابیلو هیوادونو کې مسلمانان د اختر خوښي له یو بل سره ویشي او د خپلوانو او ملګرو لیدولو ته ورځې خو ډیر شمېر افغانان چې په وروستیو کې له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي وايي بې وزلۍ له امله یې د اختر خوښۍ نه دي لیدلي. نږدې یوه اونۍ وړاندې له ایرانه ډیپورټ شوې صابره اوس مهال له خپل خاوند او درې اولادونو سره اوس مهال د شبرغان په ښار کې په یوه خیمه کې ژوند کوي، ازادي راډيو ته یې وویل، د اختر په دریو ورځو کې یې خاوند ناروغ او په روغتون کې بستري وو او اولادونو یې هیله لرله... Читать дальше...
په داسې حال کې چې له نن دوشنبې د جون ۹مه امریکا ته د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو په وګړو د سفر محدودیت پیلېږي، په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان پناه غوښتونکي چې امریکا ته د تګ بېلابېل کېسونه لري وايي د سفر دا محدودیت ممکن دوی بېرته خپل هېواد ته تلو ته اړ کړي، هلته چې د دوی په خبره ژوند یې د مرګ له ګواښ سره مخ دی. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ په یو فرمان کې متحده ایالاتو ته د یادو هیوادونو د وګړو په سفر محدودیت ولګاوه او ویې ویل چې د دې اقدام هدف له بهرنیو ترهګرو د امریکا خوندي ساتل دي. Читать дальше...
تمه ده سبا سه شنبې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سوریه د فوټبال له ملي لوبډلې سره مخامخ شي. د فوټبال فدرسیون د معلومات له مخې، دا سیالۍ د اسیا ملتونو جام د مقدماتي لوبو په ترڅ کې په سعودي عربستان کې ترسره کیږي. د افغانستان د فوټبال ملې لوبډله له یوې اونۍ راهیسې د سعودي عربستان په ترمیني الاحسا تمریني کمپ کې دي او د سوریه پر وړاندې لوبې ته تیاری نیسي. د افغان لوبډلې سبانۍ لوبه د ملي ټیم د نوي ایټالیوي روزونکي وینجنزو البرتو انزه تر مشرۍ لاندې ترسره کیږي. ښاغلي انزه تیره میاشت د فوټبال د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه وټاکل شو. Читать дальше...
د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وايي د طالبانو له حکومت سره د سفارتي اړيکو لوړول يو ښه ګام دی او له دې سره به په خبرو اترو کې مرسته وشي. نوموري له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې د پاکستان او افغانستان ترمينځ پر اړېکو تفصيلي خبرې کړې دي. اصف دراني په متحده عربي اماراتو او ايران کې هم د پاکستان د سفير په توګه کار کړی دی. نوموړی د ۲۰۲۳م له مې مياشتي د ۲۰۲۴ز کال تر سېپټېمبره د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وو.
د خزانې وزير له خوا تر بجټ له مخه وړاندې کېدونکي دې سند کې د روان مالي کال په اوږدو کې د لویو ټولنیزو-اقتصادي لاسته راوړنو تفصيلات ورکړل شوي دي.
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر ځوانان وایي په داسې حال کې چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې خلک ورځ بلې ته د نوې ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا له لارې پرمختګونه کوي، دوی حتی له لومړنیو بڼو سره یې بلدتیا نه لري او ترې شا ته پاتې دي. "له بده مرغه په اوس وخت کې افغانستان کې د ټکنالوژۍ برخه کې پوهاوی کم او حتی په نشت حساب دی." د پلازمېنې کابل یو اوسېدونکی او د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي نه فارغ دی چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې د ښوونځي له دورانه نیولې تر پوهنتونه... Читать дальше...
د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر جلال جلالي د ایران پلازمینې تهران تللی دی. په کابل کې د ایران سفارت نن دوشنبې پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر د دغه سفر موخه د روغتیا په برخه کې د دواړو لورو ترمنځ همکاري یاده کړې. که څه هم د سفر ډیر جزیات په ډاګه شوي نه دي، خو ایران له دې وړاندې ویلي و چې ډیر ژر به په کابل او بامیانو کې د دوو روغتونو د جوړونې چارې پیل کړي. ایران د نړۍ د نورو هېوادونو په څیر د طالبانو حکومت په رسیمت پیژندلی نه دی، خو له هغوو ګوتو په شمیر هېوادونو څخه دی چې د طالبانو له رژیم سره نژدې اړیکي پالي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، ډیر ژر به د امریکا د نه منلو وړ وړاندیز په ځواب کې د اټومي هوکړې لپاره خپله بدیله طرحه وړاندې کړي. رویترز خبري اژانس له دې وړاندې راپور ورکړی و چې تهران د امریکا متحده ایالتونو له خوا په مې میاشت کې د اټومي پروکرام په اړه وړاندیز شوې طرحه ته منفي ځواب چمتو کوي. اسماعیل بقايي نن دوشنبې وویل، "د اټومي پروګرام په اړه د امریکا وړاندیزونه د ایران لپاره د منلو وړ نه دي، موږ به خپله نهايي طرحه چې "معقوله، منطقي او متوازنه " ده د عمان له لارې امریکا ته وړاندې کړو". Читать дальше...
رویټرز اژانس د مارک روټه له خوا د جون پر نهمه په لندن کې د یوې وینا له متن څخه لیکلي چې دا به د جون میاشتې په پای کې د کېدونکې سرمشریزې لپاره د ناټو د غړو هیوادو له لومړیتوبونو څخه یو وي.
د طالبانو د حکومت د صعنت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیز په مشرۍ یو پلاوي نن دوشنبې د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر وکړ. د طالبانو په واک باختر خبري اژانس د سفر موخه په تاشکند کې د پانګونې په څلور نړیوال کنفراس کې د دې پلاوي ګډون او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو پریکړو او ژمنو څیړل یاد کړي دي. په تاشکند د پانګونې دغه نړیوال کنفراس هرکال د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو د ولسمشرانو، وزیرانو او لوړپوړو چارواکو په ګډون جوړیږي. بل پلو، ازبکستان د لوی اختر په مناسبت افغانستان ته ۱۸۳ټنه بشري مرستې رالیږلي دي. Читать дальше...
د امريکا د کيلفورنيا ایالت په لاس اينجلس کې د غيرقانوني کډوالو پرضد چاپو وهلو خلاف مظاهرې روانې دي. دا په داسي حال کې ده چې د کډوالو او ګمرک ادارې د غيرقانوني کډوالو پرضد عمليات پيل کړل چې وروسته یې خلاف مظاهرې راپورته شوې. په هغه ښار کې د ملي ګارډ ۲۰۰۰ سرتيري ځاي پر ځاي شوي دي.
په پاکستان کې کاروباريان وايي په داسې حال کې چې د ملک اقتصاد ښه نه دی، نو ښايي په نوي بجټ کې به پر ولس نوي ټېکسونه ولګول شي او کېدای شي چې پر ځینو شیانو ورکول کېدونکی رعایت هم ختم کړل شي. دوي وايي له دې کار سره په دې هېواد کې ګراني نوره هم زياتېدای شي. اسرار عالم مومند په دې اړه د رويټرز خبري اژانس له ويډيوګانو دا رپورټ جوړ کړی دی.
دا اور د کمپنۍ بازار د لیلامیو په یوه مارکېټ کې د سهار په شاوخوا نهو بجو پیل شوی وو. د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو په اساس اور وژونکو بالاخره څو ساعته وروسته شاوخوا یوه بجه اور مړ کړ خو لا یې هم د علت په اړه څه نه دي ویلي. په دغه اور کې چې زورورې لمبې یې درلودې او تر ډېره لوړه یې لوګی پورته کېده شاوخوا اویا دوکانونه سوځېدلي. لا د اوښتي مالي تاوان په اړه کره جزییات نه دي شریک شوي خو د سیمې دوکاندارانو له حکومت د مرستې غوښتنه کړې.
له نن دوشنبې امریکا ته د افغانستان په شمول د ۱۲ هېوادونو د اتباعو پر سفر بندیز پیلیږي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه فرمان سره چې د جون له نهمې سهار وختي تطبیقیږي امریکامتحده ایالتونو ته د ۱۲ هېوادونو د اتباعو پر سفر بندیز ولګاوه او د دې پرېکړې هدف یې له بهرنیو ترهګرو د امریکا محافظت یاد کړ. د ولسمشر ټرمپ د سفري بندیز په فرمان کې افغانستان، ایران، میانمار، چاد، کانګو جمهوریت، استوایي ګینه، اریتریا، هایتي، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن شامل دي. په دغه فرمان کې بیا دا استثنی راغلې چې د امریکا د... Читать дальше...
د روسیې د تاتارستان جمهوریت ته د لوړو زده کړو او پوهنې د وزیرانو په دریم نړیوال فورم کې د ګډون لپاره د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د مرستیال د سفر په غبرګون کې، په افغانستان کې له زده کړو یو شمېر محرومې نجونې او مدني فعالین دا اقدام سمبولیک بولي.
هغه ګواښ وکړ چې که څوک خطر پېښوي نو له جدي قانوني چلند سره به مخ شي. «وبه ګورو چې څه ته اړتیا لرو. موږ به هر څه ته چې اړتیا ولرو ور ولیږو چې یقیني کړو قانون او نظم برحاله دی.»
پرتګال د اروپايي ملتونو د فوټبال اتلولي وګټله. د اروپايي ملتونو د فوټبال د لیګ پایلوبه د پرتګال او هسپانیې تر منځ د یکشنبې په شپه د مونیخ په الیانز ارینا سټډیوم کې وشوه. دا لوبه په ټاکلو نوي دقیقو کې ۲ – ۲ مساوي شوه او په اضافي وختونو کې هم پایله همداسې پاتې شوه. دا په زړه پورې لوبه بالاخره پنالټي شوټونو ته ورسېده چېرته چې پرتګال وتوانېد ۵ پر ۳ خپل سیال مات کړي. دا د اروپايي ملتونو د فوټبال په لیګ کې د پرتګال د ملي ټیم دویم وار اتلولي وه. د یکشنبې شپې په لوبه کې د هسپانیې لپاره مارتین زوبیمیندي او میکل اویارزابل ګولونه ووهل. Читать дальше...