Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Март
2026

Новости за 29.03.2026

Mashaalradio.com 

حوثي یاغیانو پر اسراییلو او امریکا او اسراییلو پر ایران حملې کړې دي

په یمن کې د ایران ملاتړ لرونکو حوثي یاغیانو د خلیج او منځني ختیځ په جګړه کې خپله ښکېلتیا زیاته کړې ده او په ۲۴ ساعتونو کې یې پر اسراییلو د توغندیو دویم برید کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې تهران ویلي، د هغو هېوادونو کښتیو ته له هرمز تنګي د تېرېدو اجازه ورکوي چې په جګړه ښکېل نه دي. په همدې حال کې اسراییلو پر ایران خپلې حملې زیاتې کړې دي او د مارچ پر ۲۸مه یې ناوخته د هغه هېواد د سمندري ځواکونو یو څېړنځای او په تهران کې مختلف ځایونو په نخښه کړي دي. حوثیانو تر اوسه په جګړه کې له ګډونه ډډه کړې وه خو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډیورند کرښې ته څېرمه سیمو کې امنیتي وضعیت

کونړ ولایت کې ډیورند کرښې ته څېرمه د یو شمېر سیمو اوسېدونکي وايي، د پاکستان او طالبانو تر واک لاندې افغانستان ترمنځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کومه نښته نه ده شوې او وضعیت نورمال دی. مخکې تر دې په تېرو څو ورځو کې په دې سیمو د پاکستان د توغندیزو بریدونو او ملکیانو ته په کې د ځاني او مالي زیانونو راپورونه خپاره شوي وو. د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ د بریکوټ بازار یوه اوسېدونکي یکشنبه د حمل ۹مه غرمه مهال د نوم د نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل، وضعیت ارامه دی خو په خبره یې د نښتو د پیل ویره لا هم موجوده ده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په یوشمیرولایتونو کې سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه رسولي دي

د افغانستان یو شمېر ولایتونه شنبه او یکشنبه د حمل ۸ او ۹ مه د سختو بارانونو او سیلابونو شاهدان وو. د طالبانو حکومت پیښو سره د مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو « پروان، دایکندي، میدان وردګ، لوګر، هرات، فراه، غور، بادغیس، سمنګان، سرپل، جوزجان، فاریاب او لغمان « کې د سختو بارانونو، سیلابونو او د غرونو ښوېدو له امله، ۱۷ کسان مړه شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي. د دې ادارې ویاند یوسف حماد په یو ویډیويي بیان کې چې یکشنبه د حمل ۹مه یې رسنیو ته استولي ويلي چې په دې پېښو کې ۵۰۳ کورنۍ زیانمنې شوې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن په اسلام آباد کې د منځني ختیځ د جګړې په اړه خبرې کیږي

د پاکستان، سعودي عربستان، مصراو ترکیې د بهرنیو چارو وزیران نن یکشنبې په اسلام آباد کې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې په اړه خبرې کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به په دې غونډه کې په منځني ختیځ کې د کړکیچ د کمولو د هڅو په ګډون پریولړ موضوعاتو خبرې وکړي. د فرانسپرس آژانس د راپورله مخې د مصراو ترکیې د بهرنیو چارو وزیران د شنبې په شپه اسلام آباد ته رسیدلي او د سعودي د بهرنیو چارو وزیر نن له غرمي وروسته دې ښار ته ورسید. د راپورله مخې د بهرنیو چارو وزیر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوست: "پنتاګون د ایران په وړاندې د محدودو ځمکنیو عملیاتولپاره چمتووالی نیسي"

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د هغو امریکایي چارواکو په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، راپور ورکړی چې پنتاګون د څو اونیو لپاره په ایران کې دننه د محدودو ځمکنيو عملیاتو د پلانولو لپاره چمتووالی نیسي خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تراوسه د دې پلان د عملي کولو لپاره اجازه نه ده ورکړې. د راپور په اساس، په دغو عملیاتو کې به چې د ځانګړو ځواکونو اوپلي پوځي جزوتامونو له خوا ترسره کیږي، د خارک ټاپو او هرمز تنګې ته نږدې ساحلي سیموپه څیر ځایونو باندې بریدونه شامل وي، خو د سرچینو په وینا دا به د پراخ یا بشپړیرغل په معنی نه وي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې د نرښځیانو لپاره ځانګړی روغتون جوړ شوی

په اسلام اباد کې د نرښځیانو لپاره دا ځانګړی روغتون راني خان په نامه یو نرښځي جوړ کړی دی. په دې روغتون کې په رعایتي قیمت د نرښځیانو درملنه کېږي. راني خان وايي، روغتون د ځینو کسانو په بسپنو (چندو) چلېږي. د مشال راډیو ویډيويي راپور وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

سیمه ییز چارواکي د روسیې د تیلو د صاراتو پر مهمو تاسیساتو د ډرون بریدونو خبر ورکوي

سیمه ییز چارواکي د روسیې د تیلو د صادراتو پریوه مهم ترمنیل د بې پیلوټکو الوتکو د برید خبرورکوي. ځايي چارواکو ویلي، دا د اوکراین د هغو پرله‌ پسې بریدونو وروستۍ بېلګه ده چې هدف یې په نړۍ کې د انرژۍ له لوړو بیو څخه د روسیې د ګټې اخیستنې د وړتیا محدودول دي. د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې د لیننګراد د سیمې والي الکساندر دروژدینکو وویل چې د اوست-لوگا تاسیسات چې د فنلنډ خلیج په جنوبي څنډه کې سنټ پېټرزبورګ ته نږدې موقعیت لري، د مارچ په ۲۹مه د شپې په برید کې زیانمن شول او اور یې واخیست. هغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړې تورخم کې د ستنېدونکو کډوالو لپاره جوړ شوي تاسیسات تخریب کړي

په تورخم کې کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارو ځینې کارکوونکي په تېره یوه میاشت کې د پاکستان لخوا په توغندیزو بریدونو کې د کډوالو د راجسټر او بایومټریک په ګډون د بېلابېلو سیسټمونو او تجهیزاتو د تخریب او له منځه تللو خبره کوي. دوی د شنبې په ورځ د حمل په ۸مه ازادي راډیو ته وویل، د زرګونو ډالرو دې تجهیزاتو او کمپیوټري سیسټمونو بیارغونه کافي بودجې او وخت ته اړتیا لري او په خبره یې که چېرې د تورخم دروازه بېرته پرانیستل شي، دوی به د کډوالو د ثبت او هغوی ته د خدمتونو رسونه کې له ننګونو سره مخ شي. له دې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پاکستان، سعودي عرب، ترکیه او مصر د منځني ختیځ پر کړکېچ غږېږي

د پاکستان، سعودي عرب، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیران په اسلام اباد کې د خلیج او منځني ختیځ پر جګړې او کړکېچ غونډه کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د وزیراعظم مرستیال محمد اسحاق ډار د مارچ پر ۲۹مه د دوه ورځنۍ غونډې مشر او کوربه دی. د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیانونو کې لیکلي چې ډار تر غونډې پیلېدو مخکې له خپل مصري سیال بدر العاطي او د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر حقان فیضان سره جلا، جلا ملاقاتونه وکړل. وزارت وايي، ډار له خپل مصري او ترکي سیالانو سره د دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د ټولګټو وزارت په یوشمیر ولایتونو کې د سیلابونو له امله د لارو د تړل کیدو خبر ورکوي

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت د افغانستان په یوشمیرولایتونو کې د سیلابونو له امله د لویو لارو د بندیدو خبر ورکوي. دې وزارت نن یکشنبې د وري په نهمه په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د سرپل ولایت د کوهستانات، البدر او صیاد ولسوالیو، د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالۍ مسیرونه او د بادغیس – فاریاب عمومي لاره لا هم د سیلابونو د جریان له مله د تګ راتګ پرمخ تړلي دي. د ټولګټو وزارت په وینا د ولایتي ریاستونو تخنیکي او عملیاتي ټیمونه په اغیزمنو سیمو کې د لارو د پاکولو او بیا پرانیستلو چارې مخ ته وړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې نیول شوي دوه ټولنیز فعالان خوشې شول

هغه دوه ټولنیزفعالان چې په هرات کې د طالبانو له خوا نیول شوي و، آزاد شول. په هرات کې یوې سرچینې آزادي راډیو ته وویل، ټولنیز فعالان قدوس خطیبي او فیاض غوري چې د طالبانو ځایي چارواکو پرون شنبې نیولي و، بیرته خوشې شول. دې سرچینې چې د دغو فعالانو نږدې ملګرې ده او د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل هویت یې څرګند شي، وویل چې هغوی د خلکو د حضوري او په ټولنیزو شبکو کې د نورو د هڅو په نتیجه کې ازاد شول. په دې وروستیو کې قدوس خطیب په یوه ویډیويي کلیپ کې او فیاض غوري هم په خپله فیسبوک پاڼه کې په یوه پوسټ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د نجونو د زده کړې دوه ټولنیز فعالان د طالبانو له خوا نیول شوي دي

یوشمیرسرچینې په هرات کې د نجونو د زده کړې د دوو ټولنیزو فعالانو د نیول کیدو خبرورکوي. په هرات کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو ځایي چارواکو په دې ولایت کې دوه ټولنیزفعالان قدوس خطیبي او فیاض غوري د شنبې په ورځ د وري په اتمه نېټه له غرمې وروسته ونیول. دې سرچینې، چې د دغو فعالانو نږدې ملګرې ده او د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل هویت یې څرګند شي، وویل چې هغوی د نجونو د زده ‌کړو په ملاتړ د ویډیوګانو او پوسټونو د خپرولو له امله نیول شوي دي. د دې سرچینې په وینا، دا ټولنیز فعالان د هرات... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران په وړاندې جګړه کې چې پنځمې اونۍ ته داخله شوې، ښکیلو خواوو ته د اوښتې مرګ ژوبلې شمیرې

په داسې حال کې چې د ایران په وړاندې جګړه خپلې پنځمې اوونۍ ته داخله شوې او د تهران په ګډون د دې هېواد پر ښارونو بریدونه لا هم دوام لري، په امریکا کې مېشت د بشري حقونو وېب ‌پاڼه هرانا وايي چې تر اوسه په ایران کې ۳۴۶۱ کسان وژل شوي چې له دې ډلې ۱۵۵۱ تنه یې ملکي وګړي دي. په وژل شویو کې لږتر لږه ۲۳۶ ماشومان شامل دي. د رویترز د راپورله مخې دې ته په پام چې په ایران کې ازاد انټرنیټ ته بشپړ لاسرسی نشته او حکومت معلومات سخت سانسوروي، هرانا خپل ارقام د ساحوي راپورونو، محلي سرچینو او روغتیایي سرچینو په مرسته چمتو کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د یمن حوثي یاغیانو د دوهم ځل لپاره پراسراییل د توغندویو بریدونو وکړل

په یمن کې د ایران ملاتړي حوثي یاغیانو د منځني ختیځ په جګړه کې خپله ښکېلتیا نوره هم زیاته کړه او د ۲۴ ساعتونو په موده کې یې د دوهم ځل لپاره پر اسرائیل د توغندیو بریدونه ترسره کړل. د حوثي ډلې ویاند یحیی سریع د شنبې په ورځ د مارچ په ۲۸ په یوه اعلامیه کې وویل چې دې ډلې پراسرائیل د “کروز توغندیو او بې ‌پیلوټه الوتکو یوه څپه کې” څو مهم او پوځي هدفونه په نښه کړل. هغه زیاته کړه چې دا برید “له هغو پوځي عملیاتو سره هممهاله و چې” د ایران او د لبنان حزب ‌الله لخوا ترسره کېدل. د اسرائیل پوځ تایید کړه چې له یمن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سیمه ییز چارواکي وايي، د فاریاب په څو ولسوالیو کې د سیلابونو له امله ډیرې لارې تړل شوي دي

سیمه ییزچارواکي وایي چې د فاریاب ولایت په څو ولسواليو کې د سیلابونو له امله لارې تړل شوي دي. د طالبانو ترکنټرول لاندې د باختر خبري آژانس د راپورله مخې په دې ولایت کې د ټولګټو د ادارې ریس مولوي حمیدالله دانش ویلي چې د سیلابونو له امله په ګرزیوان، فردوس او بلچراغ کې مواصلاتي لارې بندې شوې دي. نوموړي د احتمالي زیانونو په اړه څه ندي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې د دغو لارو د خلاصیدو لپاره د خلکو په همکارۍ د اړوندو ادارو هڅې پیل شوي دي. په عین حال کې په بادغیس کې د ورښتونو له امله د پنځو تنو د مړه کیدو راپورونه ورکړل شوي دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

کراچۍ کې کثافتونو او د هوا ککړتیا خلک سخت اغېزمن کړي دي

د پاکستان د تر ټولو لوی ښار کراچۍ اوسېدونکي وايي، د کثافتونو زیاتوالي او د هوا ککړتیا یې ژوند سخت اغېزمن کړی دی. دوی وايي، کوڅې، سړکونه او استوګنیزې سیمې له ناولتوب (کچرې) او ناپاکو اوبو ډکې دي. د هوا کیفیت ارزولو سوېس مېشتې ادارې ویلي دي چې پاکستان د نړۍ له هغو هېوادونو یو وو چې په ۲۰۲۵ز کال کې پکې هوا زښته زیاته ککړه وه. ویډيويي رپورټ.




Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *