ټرمپ: بریتانیا دې د اروپايي اتحادیې په وړاندې سخت دریځ غوره کړي
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له بریتانیا وغوښتل چې د اروپايي اتحادیې په وړاندې سخت دریځ غوره کړي او که هغه څه چې غواړي او نه شي یې ترلاسه کولی، له دې اتحادیې سره له خبرو دې ووځي.
د امریکا د ولسمشر دا څرګندونې د بریتانیا ټایمز ورځپاڼې پرون (شنبه) یوه ورځ وروسته له دې خپرې کړي چې ټرمپ وویل غوره بولي چې بوریس جانسن د پریتانیا راتلونکی صدراعظم وي.
د ده دې خبرې شورماشور جوړ کړ.
ټاکل شوې ده چې ټرمپ سبا (دوشنبه) بریتانیا ته رسمي سفر پیل کړي.
ده له ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې د بریتانیا راتلونکی صدراعظم باید له اروپايي اتحادیې څخه د وتلو لپاره د ملیاردونو پونډو له ورکولو ډډه وکړي او که دا اتحادیه د بریتانیا غوښتنو ته مثبت ځواب نه وايي باید له خبرو ووځي.