ملي امنیت: په غزني کې د طالبانو د سرې قطعې ٩ غړي وژل شوي
د ملي امنيت عمومي رياست وايي، په غزني ولايت کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې ٩ تنه غړي وژل شوي دي.
دغه رياست نن په يوه اعلاميه کې ويلي، ځانګړو قطعاتو يې د ملا يعقوب په نوم د سرې قطعې د قوماندان پر قرارګاه عمليات کړي دي.
د اعلاميې په حواله د طالبانو دغه قوماندان په ادريس مشهور و.
د ملي امنيت عمومي رياست وايي، په دغو عملياتو کې د سرې قطعې ٩ غړي وژل شوي، د وسله والو ٦ قرارګاوې تخريب کړاى شوي، ٥ نقليه وسايط له يوې اندازې مهماتو سره نيول شوي دي.
په اعلاميه کې د قضيې په تړاو د ٢ مشکوکو کسانو د نيول کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.