سټولټنبرګ: د افغان ځواکونو پياوړتیا، افغانستان سولې ته رسوي
د ناټو عمومي منشي وايي، د افغان ځواکونو مالي ملاتړ او تجهیز د افغانستان د جګړې د سولهییز هواري فرصتونه پیاوړي کوي.
ینس سټولټنبرګ د سې شنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د استازو غونډې ته وویل، د افغان ځواکونو پیاوړتیا افغانستان یوې داسې سولې ته رسوي چې د دې هیواد ټول وګړي یې هیله لري.
دا غونډه تر ۲۰۲۴ م کال پورې د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ د دوام د ژمنې د پخلي لپاره جوړه شوې وه.
په غونډ کې د ناټو غړو او متحدانو یو وار بیا ډاډ ورکړ چې د نړیوال ملاتړ د صندوق له لارې به د افغان ځواکونو تمویل ته دوام ورکړي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، د روان کال د مې میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې، بسپنه ورکوونکو هېوادونو د افغان ځواکونو د ملاتړ له صندوق سره دوه میلیارده او ۸۰۰ میلونه ډالره مرسته کړې ده.
افغانستان څه باندې ۳۰۰ زره امنیتي او دفاعي ځواکونه لري چې لویه برخهیې له وسلهوالو طالبانو، داعش وسلوالې ډلې او شا او خوا شلو نورو ترهګرو ډلو سره په جګړه بوخت دي.