شهزاد محمدي د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړيوال جام له سياليو بهر شو
د افغانستان کرکټ بورډ ويلي چې شهزاد د زنګون د ژوبلېدو له کبله له دغو سياليو بهر شوی دی.
د کرکټ بورډ رئيس عزيزالله فضلي وايي چې د شهزاد پر ځای به ځوان ویکټ ساتونکی اکرام علي خېل ډېر ژر له ملي لوبډلې سره يو ځای شي.
د يادونې ده چې شهزاد محمدي د نړيوال جام په دوو تمريني او دوو رسمي سياليو کې د خرابې لوبېدو له امله تر سختو نيوکو لاندې و.
بل خوا د کرکټ نړيوال جام سياليو په لړ کې پرون استراليا ويسټ انډیز ته ماته ورکړه.
د لوبې پچه ويسټ انډيز وګټله او استراليا ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
استراليايي لوبډلې په ۴۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په زيان سره ويسټ انډيزۍ لوبډلې ته د ۲۸۹ منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې د ويسټ انډيز کرکټ لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۹ ویکټو په زيان سره ۲۷۳ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۵منډو په توپير بايلوده.
کولټر ناير چې د اسټراليا په ګټه يې په ۶۰ بالونو چټکې ۹۰ منډې وکړې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.