د بغلان په چشمه شېر سیمه کې د تېلو دوه ټانکرونه سوځول شوي
د بغلان په چشمه شېر سیمه کې د تېلو دوه ټانکرونه نن د جون په اتلسمه، سوځول شوي دي.
د بغلان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر، نقیب الله یوسفي د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې پردې ټانکرونو له لېرې ډزې شوې وې.
په پېښه کې چا ته د سر زیان نه دی په کې رسېدلی.
یوسفي وویل چې دا کار د وطن دښمنانو کړی او د کومې ځانګړې مخالفې ډلې نوم یې نهدی اخېستی.
چشمه شېر د کابل او بلخ پر لویه لاره پرته سیمه ده.
د ازادي راډیو خبریال وايي چې د دې سیمې ځينې برخې د وسلهوالو طالبانو په لاس کې دي او د تېلو پر موټرو وخت نا وخت داسې حملې او غلاوې کېږي.
د پېښې مسئولیت چا نهدی اخیستی.