د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې يو کس د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي
د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې يو کس نن سهار د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي.
پېښه د تخته پل ولسوالۍ د ښکته ميل په سیمه کې شوې.
د کندهار د والي ویاند عزيز احمد عزيزي وایي چې يوه ځوان نن سهار د نامعلومو دلايلو له مخې خپل دوه وروڼه او مېره وژلي او وروسته له سیمې تښتېدلی دی.
د نوموړي په خبره، د قاتل د نیولو په هدف امنیتي بنسټونو هڅې پیل کړي دي.
يوې باوري سرچينې ویلي چې دغه پېښه د کورني جنجال له امله رامنځته شوې ده.