پولیسو په پروان کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف کړې
پولیسو په پروان ولایت کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او ضبط کړې ده.
د پروان امنیه قوماندان جنرال محفوظ وليزاده نن ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو د وسلو او مهماتو دغه زېرمه د کوه صافي ولسوالۍ په احمدزي کلي کې کشف کړې ده.
د ښاغلي وليزاده په وینا، دغه وسلې او مهمات په سیمه کې د ترورېستي کړنو د ترسره کولو په هدف د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي و.
په دې تړاو تر اوسه څوک نهدي نیول شوي.
وسلهوالو طالبانو هم په دې اړه څه نهدي ویلي.