جاپان: د روسیې جټ الوتکو د جاپان پر هوايي حریم تېری کړی
د جاپان پوځ وايي، د دې هېواد جټ الوتکې وروسته له هغې تحرکاتو ته اړ شوې چې د روسیې دوه پوځي الوتکو د دې هېواد پر هوايي حریم تېری وکړ.
د جاپان دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼې کې وویل، د روسیې د بمبارۍ دوه (TU-95) الوتکې د دې هېواد جنوبي ټاپوګانو ته نږدې شوې او د جاپان پر خوا یې الوتنې ته دوام ورکړ.
د دې خبرپاڼې پر بنسټ، یوه له دې دوو الوتکو دوهم ځلي د ډایټو په ټاپو کې د جاپان هوايي حریم ته واوښته.
د ډایټو ټاپو د توکیو ښار په جنوب کې پروت دی.
د روسیې پوځ تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د جاپان د پوځ د وروستي راپور په بنسټ، په تېر میلادي کال کې د هغو بهرنیو الوتکو په وړاندې چې د جاپان هوايي حریم ته نېږدې شوې، د دې هېواد پوځي الوتکې شااوخوا لس زره ځلې تحرکاتو ته اړ شوي.