د کونړ چارواکي: افغان ځواکونو په نورګل کې د داعش ۵ قوماندانان وژلي
د کونړ والي وايي، افغان ځواکونو په نورګل ولسوالۍ کې د داعش ډلې پنځه قوماندانان وژلي دي.
عبدالستار میرزکوال د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا پوځي عملیات د ملي امنیت جزوتامونو د نړیوالو ځواکونو په مرسته د مزاردرې په سیمه کې کړي چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې ۱۴تنه وسله وال ژوندي نیول شوي.
ده وویل: د دې عملیاتو په نتیجه کې د داعش ډلې پنځه تنه قوماندانان وژل شوي او وسلې او مهمات یې هم نیول شوي او څوارلس تنه یې نیولي دي چې دوه تنه یې بهرنیان دي.
ښاغلی میرزکوال وايي چې وژل شوي او نیول شوي واړه د داعش ډلې غړي دي او په عملیاتو کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
د کونړ والي همداراز یادونه وکړه چې د دې ولایت د چپې درې او ماڼوګي ولسوالیو په لېرې پرتو سیمو کې د داعش ډلې او طالبانو ترمنځ جګړې لاهم روانې دي.