چارواکي: د فاریاب په پښتون کوټ کې ۱۳ طالبان وژل شوي
افغان پوځ د فاریاب ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۳ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي ازادي راډیو ته وویل چې دا وسله وال د نړیوالو قواوو په هوايي حملو کې وژل شوي دي.
ښاغلی رضايي وايي، په وژل شویو کسانو کې دوه بهرنیان هم شامل دي.
ده وویل: یو هوايي برید د طالبانو د تش په نامه مرستیال ولسوال حاجي برکت پر قرارګاه شوی چې ټول دیارلس طالبان پکې وژل شوي.
په دوی کې دوه بهرني وګړي هم وو چې یو یې د ازبکستان وګړی اکه علي او د یوه بل هویت تراوسه نه دی معلوم شوی.
د رضايي په وینا، ګومان کېږي چې د تلفاتو شمېر ښايي تر دې هم زیات وي او ښايي خپله حاجي برکت هم پکې شامل وي.
د یادولو وړ ده چې په شمال کې د ملي اردو ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر پښتون کوټ سربېره د فاریاب ولایت په غورماچ، خواجه سبزپوش او کوهستان ولسوالیو کې هم هوايي عملیات کړي دي چې د شاهین قول اردو د ویاند ښاغلي رضايي په وینا، د شپاړسو قوماندانانو په ګډون د طالبانو له اتیا زیات وسله وال پکې وژل شوي دي.