بنګلهدېشی لوبغاړی: ډاډه نه و چې افغانستان ته به ماتې ورکوو
د بنګلهدېش لوبغاړی شکیب الحسن وایي، ډاډه نه و چې افغانستان ته به ماتې ورکوو.
شکیب الحسن افغانستان سره په لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی شو.
۵۱ منډې یې وکړې او پنځه افغان لوبغاړي یې هم وسوځول.
هغه له لوبې وروسته په خبري کنفرانس کې وویل:"موږ ډاډه نه و چې افغانستان به ماتوو. هغوی یوه خطرناکه لوبډله ده."
دا پنځم ځل دی چې بنګلهدېش په یوې ورځنیو لوبو کې افغانستان ته ماتې ورکوي.