یوناما په کابل کې د طالبانو پرونی برید وغانده
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په کابل کې د طالبانو پرونی برید وغانده او ویې ویل چې دا برید ښیي چې عاملان یې د ملکي وګړو ژوند ته هېڅ پاملرنه نه کوي.
د یوناما له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل، د خلکو د هستوګنو په سیمو کې د چاودېدونکو توکو کارول عامو افغانانو ته ډېر زیان رسوي او دغه ویروونکي اعمال باید سمدستي پای ته ورسېږي.
په کابل کې د تېرې ورځې په برید کې چې د دفاع وزارت پر لوژستیک ریاست وشو، د چارواکو په وینا، د ژوبلو شويو شااوخوا ۱۱۵ کسانو زیاتره یې ملکي وګړي او شااوخوا پنځوس یې هم د یوه ښوونځي زده کوونکي وو.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې یونېسف هم په یوه بیان کې ویلي چې ښوونځي باید امن وي او دننه او شااوخوا یې هر ډول تاوتریخوالی د منلو نه دی.
یونېسف یو ځل بیا د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او هرکله ماشومان خوندي کړي.