د اوکراین ۲ سرتېري له روس پلوه بېلتونپالو سره په نښته کې وژل شوي
اوکراین وايي، دوه سرتېري یې د اوکراین په ختیځ کې له روس پلوه بېلتونپالو سره په نښته کې وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
دفاع وزارت نن وویل چې بېلتونپالو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ ځلې له اوربنده سرغړونه کړې او د مینسک د سولې د موافقې خلاف یې لسګونه د توپ ګولۍ ویشتې دي.
پوځ دغه راز ویلي چې په متقابلو ډزو کې یې درې بېلتون غوښتونکي وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.