انتخاباتو کمېسیون: اوس امنیت د انتخاباتو لپاره اساسي ستونزه ده
نورستانۍ وویل، اوس امنیت د را روانو انتخاباتو لپاره اساسي ستونزه ده.
حوا علم نورستانۍ نن د جولای شپاړسمه، ازادي راډیو ته په مرکه کې وویل چې د جمهوري ریاست ټاکنې به له ټولو ستونزو سره په ټاکلي وخت، وشي.
نورستانۍ له وسلهوالو طالبانو سره د حکومت د سولې د هڅو او په انتخاباتو کې د وسلهوالو طالبانو د ګډون د امکان په اړه وویل، هغوی هم افغانان دي او افغانستان د ټولو ګډ کور دی.
نورستانۍ وویل، ښه به وي چې حکومت او وسلهوال طالبان د جمهوري ریاست تر ټاکنو مخکې د سولې موافقه وکړي.
د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه دي.