د بدخشان د واخان د ولسوال دنده د جنسي ځورونې په تور ځنډېدلې
د افغانستان د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند، سید شاه سقیم نن د جولای په شپاړسمه د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د واخان پر ولسوال تور لګېدلی چې یوه بهرنۍ ښځه یې چې د سیاحت لپاره واخان ته ورغلې وه، ځورولې ده او جنسي زور زیاتی یې ورسره کړی دی.
سقیم وویل چې پهدې اړه څېړنې کېږي او د خبرې تر سپيناوي پورې د واخان ولسوالۍ سرپرست ته سپارل شوې ده.
د سقیم په وینا، که پر هغه لګېدلي تورونه ثابت شي ، رسماً به برطرف شي.
په وروستیو کې یوې بهرنۍ ښځې چې له تاجکستانه د واخان ولسوالۍ ته تللې وه، رسنیو ته په استولي لیک کې ادعا وکړه چې د واخان ولسوال ځورولې ده.
د معروف خیرخواه له لوري د دې ادعاوو په اړه هېڅ وینا تر اوسه نهده خپره شوې.