په کندهار کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو معلومات خپاره شول
د امریکا دفاع وزارت په کندهار کې د دوو وژل شویو امریکايي سرتېرو په اړه معلومات خپاره کړل.
پنټاګون ویلي چې د دوی سرتېري برنډون کرېشیر او مایکل نانسي نومېږي.
برنډن ۲۰ کلن او د اوهایو و او مایکل نانسي هم ۲۴ کاله عمر درلود او د شیکاګو ایالت و.
دوی د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ په یوه پوځي اډه کې د یوه افغان پوځي لهخوا ووژل شول.
افغان پوځي په ځوابي ډزو کې ټپي او ونیول شو.
امریکا په افغانستان کې ۱۴ زره سرتېري لري او د روان کال له پیله تر وروستۍ پېښې ۱۱ سرتېري وژل شوي و.