امریکا د ایران د بهرنیو چارو وزیر د بندیزونو په لېست کې شامل کړ
د امریکا متحدو ایالتونو د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د بندیزونو په لېست کې شامل کړ.
د امریکا د خزانې وزارت پرون په یوه اعلامیه کې پر ښاغلي ظریف د دې بندیزونو علت د نوموړي له خوا د ایران د رهبر ایت الله علي خامنهيي استازولي وبلله او ویلي یې دي چې جواد ظریف په مستیقمه او غیر مستقیمه توګه خامنهيي ته کار کوي.
په اعلامیه کې د امریکا د خزانې د وزیر سټیفن منوچین له خولې ویل شوي چې محمد جواد ظریف د ایران د رهبرۍ د کارونو او بې پروا سیاست اوامر پر ځای کوي او په نړۍ کې د ایران د رژیم اصلي ویاند دی.
د منوچین په وینا، پر جواد ظریف د بندیزونو پر لګولو د امریکا متحده ایالات ایران ته دا څرګند پیغام ورکوي چې د دې هېواد وروستي اقدامات په هېڅ ډول د منلو نه دي.
دا بندیزونه نه یوازې په امریکا کې د جواد ظریف شتمني کنګلوي، بلکې د امریکا متحده ایالاتو ته د نوموړي پر سفرونو هم محدودیت لګوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د بندیزونو په لېست کې له شاملېدو وروسته پر خپل ټوېټر ولیکل، دا چې په ټوله نړۍ کې د ایران ویاند دی، امریکا پرې بندیز لګولی، خو په وینا یې، دا بندیزونه پر ده او کورنۍ یې ځکه اغېز نه لري چې له ایرانه بهر هېڅ پانګه یا شتمني نه لري.