تر ۱۶ کلنو کم عمره افغان فوټبال لوبډله نن د تاجکستان په وړاندې
د افغانستان تر ۱۶ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د فوټبال سیالیو په لړ کې نن له تاجکستان سره لوبه کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون رسنیز مسؤل شفیع شاداب وايي، افغان لوبډله د تاجکستان پر وړاندې لوبې ته ښه چمتووالی لري.
دغه لوبه د کابل پر وخت نن شپه اته بجې پیلېږي.
په روانو سیالیو کې تر دې مهاله د افغانستان تر ۱۶ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې ۴ سیالۍ کړي چې دوه یې ګټلي، يوه يې مساوي کړي او يوه یې بایللې.
بل خوا کوربه تاجکستان بیا تر دې مهاله پنځه سیالۍ کړي چې څلور یې ګټلي او يوه یې مساوي کړې ده.
د مرکزي اسیا د فوټبال د اتلولۍ دغه سیالۍ د شپږو لوبډلو ترمنځ په تاجکستان کې روانې دي.