په هالنډ کې سر له نن څخه ښځې نشي کولی چې په عامه ځایونو کې مخونه پټ کړي.
په هالنډ کې سر له نن څخه ښځې نشي کولی چې په عامه ځایونو کې مخونه پټ کړي.
دا قانون چې یو کال دمخه د هالنډ د پارلمان له خوا تصویب شوی و، نن د اګست په لومړۍ نافذ شو.
د دې قانون له مخې د مخ پټوونکو اسلامي حجابونو په ګډون پر ټولو هغو نقابونو بندیز ولګېد چې ټول مخ پټوي.
دا قانون وایي، هېڅ څوک نشي کولی چې ښونځیو، حکومتي ودانیو، روغتونونو او عامه ټرانسپورټي وسایطو ته د ایمنۍ خولیو، د سکي ماسکونو او یا نورو هغو پوښونو سره چې ټول مخ پټوي، ورننوځي.
که څه هم دا قانون د عامه تاسیساتو او ټرانسپورټ د خوندیتوب په هدف جوړ شوی، خو ځیني منتقدین وایي چې د دې کار هدف د ځینو مسلمانو مېرمنو له خوا د برقع یا مخ پټي اسلامي حجاب له منځه وړل دي.
اټکل کېږي چې په هالنډ کې له ۱۰۰ تر ۴۰۰ پورې مېرمنې هره ورځ داسې حجابونه اغوندي.
اتریش، بلجیم، فرانسې او نورو اروپایي هېوادونو له وړاندې په دې وروستیو کلونو کې په عامه ځایونو کې د مخ پټي حجاب پر اغوستلو بندیز لګولی دی.
د هالنډ امنیتي چارواکي اوس اړ دي چې مخ پټې مېرمنې ودروي او د مخ د ښودلو غوښتنه ترې وکړي.
که چېرې دا غوښتنه ونه منل شي، هغه مېرمنې به عامه تاسیساتو ته له ورتلو منعه شي او لږترلږه ۱۵۰ یورو جریمه به ورکوي.
دا معلومه نه ده چي دغه قانون به په پلازمېنه امستردام او نورو ځایونو کې څنګه عملي کېږي، ځکه عامو خلکو ویلي چې دوی به دا قانون ونه مني.