ایران د ځان په اړه د امریکا وروستی اقدام ماشومانه او ناسم ګڼي
ایران د دغه هېواد د بهرنیو چارو پر وزیر د امریکا نوي بندیزونه د تهران په وړاندې د واشنګټن د فشارونه یوه برخه بولي او دا اقدام ماشومانه او ناسم ګڼي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني نن په تبریز ښار کې د وینا پر مهال وویل چې د امریکا دې اقدام وښودله چې واشنګټن د ایران د یاد لوړپوړي ډیپلومات څخه وېره لري.
ښاغلي روحاني زیاته کړه: هغوی په ماشومانه چلند لاس پورې کوي، هر تعبیر چې ترې وکړو، ښایي پرته له دې ماشومانه اقدام څخه بل څه نشي تعبیر کېدای، دوی هره ورځ ادعا کوي چې موږ له مخکني شرط پرته خبرې کول غواړو، موږ هر وخت د ایران له حکومت سره خبرو ته چمتو یوو او بیا د دې هېواد د بهرنیو چارو پر وزیر بندیز لګوي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړې وروسته له هغه ډېرې شوې چې امریکا په ۲۰۱۸ کال کې د ایران له اټمي تړونه ووتله او پر ایران یې نوي بندیزونه ولګول.
په تازه اقدام کې د امریکا د خزانې وزارت تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو پر وزیر محمد جواد ظریف بندیزونه ولګول.
دا بندیزونه به د ښاغلي ظریف شتمنۍ کنګلوي او امریکا ته د نوموړي پر سفرونو هم محدودیت لګوي.
جواد ظریف پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دا بندیزونه پر ده او کورنۍ یې اغېز نه کوي، ځکه دی له ایرانه بهر هېڅ پانګه یا شتمني نه لري.