د خورشید ټلویزیون د عملې پر موټر چاودنې ۲ تنه وژلي او ۳ ټپیان دي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د واټساپ له لارې په یوه بیان کې ویلي چې دغه چاودنه د کابل د ۱۵مې حوزې په مربوطاتو کې د تایمني په پنځم سړک شوې ده.
د ښاغلي رحیمي په خبره، د دې پېښې په وژل شویو کې موټر چلوونکی او یو لاروی وژل شوي او په ټپیانو کې د خورشید ټلویزیون دوه کار کوونکي شامل دي.
د دې پېښې مسؤلیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخیستی.