د زابل په شاجوی کې د هاوان د لګېدو په پېښه کې ۴ کسان وژل شوي
د زابل په شاجوی کې پر یوه کور د هاوان د مرمۍ د لګېدو په پېښه کې څلور کسان وژل شوي دي.
د زابل ولایت مقام په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې د وسله والو طالبانو له خوا توغول شوی هاوان د ملکي خلکو پر یوه کور لګېدلی چې له امله يې يوه مېرمن او درې کوچنيان وژل شوي او يو بل تن ټپي دی.
سرچينې وسله وال طالبان پر ملکي خلکو په قصدي بریدونو تورن کړي دي.
خپله وسله والو تراوسه په دې تړاو تبصره نه ده کړې.