په غزني کې ۱۶ خصوصي روغتیايي مرکزونه وتړل شول
![په غزني کې ۱۶ خصوصي روغتیايي مرکزونه وتړل شول](https://gdb.rferl.org/4E4B0F90-D81C-4534-86B2-05BE04DCE16D_w800_h450.jpg)
په غزني کې ۱۶ خصوصي روغتیايي مرکزونه وتړل شول.
د غزني ولايت د عامي روغتيا رياست د روغتيايې قوانينو د تطبيق او فارمسۍ څانګي مسؤلينو د یکشنبې په ورځ د غزني مرکز اړوند د نواباد، پښتون اباد، توحيداباد او حسن اباد په سيمو کې ۱۶ بابه خصوصي روغتيايې مرکزونه مهرلاک او تړلي دي.
د عامې روغتیا رئیس ډاکتر ظاهر شاه نېکمل د دوشنبې په ورځ په دې اړه ارادي راډیو ته وویل، په دغو تړل شویو مرکزونو کې ۱۳ بابه درملتونونه، دوه معاینه خانې او يو سراپا کلينيک دی چې د غیر قانوني فعالیت او تر تاریخ تېرو درملو د پلورلو له امله وتړل شول.
دی وايي، د عامي روغتيا رياست اړوندې څانګې په جديت سره کار کوي، څو د ولايت په مرکز او ولسواليو کې د غير قانوني روغتيايي مرکزونو د فعاليت، د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو د پلور مخنيوى وکړي.