سي اېن اېن: ټرمپ له بهرنیو هېوادونو سره د مرستو بودجه کنګل کړې
«سي اېن اېن» ټلوېزیون خبر ورکوي چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ له بهرنیو هېوادونو سره د مرستو بودجه کنګل کړې ده.
د راپور له مخې دا ګام د دې لپاره اخیستل شوی دی چې د سپینې ماڼۍ د بودجې دفتر د هغو پیسو په اړه څېړنه وکړي چې لا نهدي لګول شوي.
انتقاد کوونکي وایي، کانګرس د بهرنیو مرستو پیسې تصویب کړې دي او اوس دا وېره شته چې د ولسمشر ټرمپ دا اقدام به په نړیواله کچه روغتیایي پروګرامونه، سولهییزې هڅې، د نشهاي موادو د کنټرول هلې ځلې او پراختیایي چارې سخت وځپي.
د امریکا د نړیوالو پراختیایي چارو د ادارې چارواکي وایي چې د بحث وړ بودجه له دوو تر څلورو میلیاردو ډالرو ده.
د ټرمپ ادارې بیا بیا هڅې کړې دي چې له بهرنیو سره د مرستو کچه راټیټه کړي.