واشنګټن د نیکلاس مادورو د لیرې کېدو لپاره فشارونه زیات کړي
واشنګټن په ونزوئلا کې له واک څخه د نیکلاس مادورو د لیرې کېدو لپاره فشارونه زیات کړي.
په دې لړ کې امریکا پر چین او روسیه فشار راوړی چې د مادورو له ملاتړه دې لاس واخلي او د نوموړي له حکومت څخهیې د دې دوو هېوادونو ملاتړ نهزغمونکی بللی.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولتون تېره ورځ د پیرو په پایتخت لیما کې چین او روسیې ته خبرداری ورکړ چې په ونزوئلا کې د مادورو د رژیم د ملاتړ په دوام دې، په قمار لاس نهپورې کوي.
نوموړي له ټولو روسي او کیوبايي پوځیانو او نیمه پوځیانو وغوښتل چې سمدستي دې له ونزوئلا څخه ووځي.
امریکا یو له هغو ۵۰ هېوادونو څخه دی چې په ونزوئلا کې د نیکلاس مادورو حکومت په رسمیت نهپېژني او د نوموړي د واکمنۍ د ختمولو لپاره په دې هېواد کې د مخالفانو د مشر خوان ګوایدو ملاتړ کوي.