کابل: موټر بم برید ۱۴ کسان وژلي، ګڼ ژوبل
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د اګست اوومې په موټر بم چاودنه کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپیان دي. د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین خوشال سادات په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې په ټپیانو کې ۹۹ تنه ولسي افغانان او پاتې امنیتي سرتېري دي. طالبانو د حملې ذمه واري منلې. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیو وګورئ.