ټرمپ: چین باید له هانګ کانګ سره انساني چلند وکړي
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، چین له امریکا سره د یو سوداګریزې هوکړې په هڅه کې دی، خو لومړی باید له هانګ کانګ سره انساني چلند وکړي.
ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ پر خپل ټویټر ولیکل، چین غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي، خو پرېږدئ چې لومړی له هانګ کانګ سره انساني چلند وکړي.
د ولسمشر ټرمپ په وینا، په دې کې شک نهشته چې د چین ولسمشر د هانګ کانګ د ستونزې د ژر تر ژره هواري غوښتونکی دی او هغه کولای شي دا کار وکړي.
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی و چې هانګ کانګ ته سفر ونهکړي.
دا خبرداری د هانګ له پولو سره نږدې د چین د پوځي تحرکاتو له کبله ورکړل شوی.
په هانګ کانګ کې له ۱۰ اوونیو راهیسې د ډموکراسۍ پلویانو مظاهرې پیل کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند په یوه بیان کې ویلي دي چې متحده ایالات دې راپورونو ته ژوره اندېښنه لري چې وایي، هانګ کانګ ته څېرمه چینایي سرتېرو تحرکات پیل کړي دي.
په هانګ کانګ کې مظاهرې نږدې دوه میاشتې مخکې د دې په مخالفت پیل شوې چې تورن کسان چین ته سپارل کېدل. اعتراض کوونکي وایي چې د چین په محکمو کې د دوی حقوق تر پښو لاندې کېږي.
هانګ کانګ پخوا د بریتانیا مستعمره وه او په ۱۹۹۷ میلادي کال کې د کورنۍ خودمختارۍ او په کور دننه ازادیو د تضمین په بدل کې بېرته چین ته وسپارل شو.