"افغانستان او پاکستان دې د تورونو پر ځای د راتلونکو نسلونو غم وخوري"
((له پولو اخوا ته)) په نوم غونډه کې افغان ګډونوالو پر دې خبرې ټينګار وکړ چې پاکستان کولای شي طالبان له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کېنوي، خو د غونډې پاکستانيو ګډونوالو بيا نظر لاره چې پاکستان پر طالبانو دومره نفوذ نه لري چې څومره ترې افغانستان تمه کوي.