د هانک کانګ پولیسو نن پر مظاهره چیانو اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه
د هانک کانګ پولیسو نن د مظاهره چیانو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګازه کار اخیستی.
پولیسو وروسته له هغه اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه چې د هانک کانګ د عامه خبري رسنۍ په وینا، خلکو د بلوا ضد پولیس په خښتو ویشتل او د هغوی په لوري یې هغه څه چې ګازي بمونه بلل شوي، ور واچول.
له غرمې مخکې هم مظاهرې شوې وې چې پولیسو یې مخه ونیوله.
په هانک کانګ کې له څو اوونیو راهیسې خلک د هغه قانون پر ضد مظاهره کوي چې په اساس یې مجرمین چین ته لېږل کېږي.
هانک کانګ په کور دننه خپلواک دی، خو نور روابط یې د چین حکومت تعینوي.
په هانک کانګ د څو اوونیو مظاهرې د دې سیمې په تاریخ کې تر ټولو بد وضعیت رامنځته کړی دی.