طالبانو په پکتیکا کې نیولي خبریالان بېرته خوشې کړل
په پکتیکا کې د سیمه ییزو رسنیو پنځه تنه خبریالان چې طالبانو د جمعې په ورځ ګردېز ښار ته پر لاره نیولي وو، نن خوشې شول.
د راخوشې شویو خبریالانو له ډلې د کلید راډیو خبریال خیرالدین ذکي ازادي راډیو ته وویل، دوی د خبریالان د روزنې په یوه پروګرام کې د ګډون لپاره پکتیا ته روان وو چې طالبانو په زرمت ولسوالۍ کې ونیول او نامعلوم لوري ته یې بوتلل.
ذکي وايي، طالبانو ورته وویل چې دوی یې په سهوه کې نیولي او ځکه یې خوشې کوي.
ده وویل: په تقریباً یوه غرنۍ غوندې سیمه کې مو دوه شپې ورسره وکړې او نن سهار یې بېرته له کوم قید او شرط پرته راپرېښودو، یوازې دا یې وویل چې موږ اشتباه کړې وه.
ښاغلی ذکي زیاتوي، له دوی سره ټول شپږ کسان نیول شوي وو چې پنځه خبریالان او یو ښوونکی و.