ایران: اروپايي ټولنه د اټمي موافقې د ژمنو په عمل کې پاتې راغلې
د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې مشر وايي، اروپايي ټولنه د ایران په اټمي موافقه کې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلې.
علي اکبر صالحي نن د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې IAEA له سرپرست مشر کورنیل فیروتا سره په کتنه کې دا څرګندونې وکړې.
ښاغلي صالحي وویل، اروپايي ټولنې ژمنه کړې وه چې د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې په عملي کولو کې رامنځته شوې تشې به ډکوي، خو له بده مرغه دا کار یې ونه شو کړای.
د IAEA مشر یوه ورځ وروسته له هغه تهران ته سفر وکړ چې د ایران حکومت وویل، د پرمختللو سنټریفیوژونو د فعالولو چارې به چې په اټمي موافقه کې بندیز پرې لګېدلی و، بیا پیل کړي.
ښاغلی فیروتا همداراز په پام کې لري چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره هم وګوري.