چارواکي: په لوګر کې د طالبانو د خپل ماین چاودنې ۷ طالبان ووژل
د افغانستان په جنوب ختیځ کې امنیتي چارواکي وایي چې د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې ماين چاودنې ۱۹ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله واړوله.
د لوګر د ولایت مقام له رسنیز دفتره رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پېښه نن مازیګر په نوشهر کلي کې هغه مهال رامنځته شوې چې طالب وسله والو غوښتل چې ماین ځای پرځای کړي، خو خپل ماين پرې چاودنه کړې او ۷ تنه وسله وال يې وژلي او ۱۲ نور يې ټپيان کړي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.