د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د انلاین او ټلیفوني اړیکو مرکز جوړ کړ
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د معلوماتو یو مرکز په ځانګړې توګه د ټيليفوني لیکې او انلاین پاڼه د انتخاباتي شکایتونو د ثبت لپاره فعال کړل.
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، اوس خلک کولی شي چې د انتخاباتي ډلو سرغړونې په انلاین پاڼه او په ځانګړې توګه د ټیليفون په لیکه له دوی سره ثبت کړي.
د دغه کمېسیون رئیسې زهره بیان د یکشنبې په ورځ د شکایتونو او معلوماتو د ثبت مرکز په پرانيست غونډه کې وویل: کميسیون د قانون له احکامو سره سم معلوماتي مرکز افتتاح کړ، دغه کار د پروسې له شفافیت او د ستونزو د حل له بهیر سره مرسته کوي، هغه افغانان چې په لېرې پرتو سیمو کې ژوند کوي، هغوی ته ښه فرصت دی چې معلوماتو ته یې لاسرسی اسانه کېږي.
د کمېسیون مسؤلین وايي، شکایت کوونکي کولی شي چې د ۱۳۲ شمېرې له لارې د سهار له شپږو بجو د ماښام تر شپږو د تيليفون له لارې له یاد کمېسیون سره شکایتونه ثبت او معلومات ترلاسه کړي.
د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، تر اوسه ورسره ۵۸ شکایتونه ثبت شوي دي.
شکایتونو ته شفافه رسېدنه اوس په یوه جدي موضوع بدله شوې او د جمهوري ریاست د میزان د شپږمې د انتخاباتو د شفافیت په اړه اندېښنې هم لا پرځای پاتې دي.
ناامني او فني ستونزې د راتلونکو انتخاباتو په وړاندې تر ټولو عمده اندېښنې دي.