ملګري ملتونو افغانستان خپل ماموریت یو کال وغځوه
د ملګري ملتونو د امنیت شورا د افغانستان لپاره ددغه سازمان مرستندویه ماموریت (یوناما) د یو بل کال لپاره تمدید کړی دی. دغې شورا همدارز په کابل او پروان کې د طالبانو پروني بریدونه چې ۴۸ کسان یې ووژل هم په سختو ټکو وغندل.