د پاکستان صدراعظم نن د تورخم پوله ۲۴ ساعته پرانېزي
د پاکستان صدراعظم عمران خان نن چهارشنبه تورخم ته سفر کوي او د یو لړ مراسمو په لړ کې به په رسمي ډول ددغې پولې د ۲۴ ساعته پرانیستې ساتلو اعلان وکړي. هغه دا پرېکړه د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ غوړېدا لپاره کړې.