ولسمشر غني او عمران خان د سولې او انتخاباتو په مسایلو خبرې وکړې
ولسمشر اشرف غني د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په ټيليفوني خبرو کې د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د پاکستان د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ارګ نن په یوه خبرياڼه کې وویل، په دې ټيليفوني تماس کې چې د عمران خان له خوا نیول شوی و، د سولې او انتخاباتو پر اړوندو مسایلو خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر غني په تېرو انتخاباتو کې د پاکستان ونډې ته د اشارې په ترڅ کې له ښاغلي عمران خان څخه وغوښتل چې په راروانو انتخاباتو کې د تشدد د پېښو د کمولو په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړی دی.