په غزني کې ټرافیکي پېښې د یوې کورنۍ ۷ غړي ووژل
په غزني کې په ټرافیکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي.
د ملکي روغتون رئیس باز محمد همت د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: د دغې پېښې له ځایه روغتون ته د ۷ تنو مړي را انتقال شوي چې څلور یې ماشومان، دوه ښځې او یو نارینه دي.
دغه پېښه نن غرمه شااوخوا ۱۱ نیمې بجې د غزني مرکز ته څېرمه په روضه کوتل سیمه کې رامنځته شوې ده.
ټکر د سراچه او ۳۰۴ ډوله موټرو ترمنځ شوی دی.
وژل شوي ټول د سراچه موټر سپرلۍ ده او په لوی موټر کې هېڅ مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې.